ناټو : په غلطي کی مو غیر پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 9th, 2008


کابل د سپتمبر نهمه ( رویټر ) – ناټو نن وویل چی د دوی الوتکی نن په په خوست کی هدف غلط کړ او هغه په یو کور کی ولګېد چی په نتیجه کی دوه ملکي انسانان مړه او ۱۰ نور هم زخمیان سول . نطاق وویل چی دغه بم د هدف څخه ۲٫۵ کیلو متره لیری په دغه کور کی ولګېد . دا د ناټو لخوا د ملکی افغانانو د وژل تازه پېښه ده چی رامنځته کیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024