کور / تازه خبرونه / په ميدان وردګ کي ۱۰۷ شنې خوني جوړېږي

په ميدان وردګ کي ۱۰۷ شنې خوني جوړېږي

په ميدان وردګ ولايت كې (۱۰۷) ګرين حوزونه(شني خونې) د جوړولو كار پيل شوى


 د ميدان وردګ ولايت كې د كراء(kRA) موسسي لخوا په سيداباد، چك، نرخ، دايميرداد،جلريز او ميدان مركز كې (۱۰۷) ګرين حوزونو كار پيل شوى چې له دې جملي څخه (۱۴) په ميدان مركز(۱۲) په نرخ او  (۱۱) په سيداباد ولسوالۍ كې ګټې اخيستنې ته چمتو شوي او خلك ترې استفاده كوي او پاتو دكښنولو كار په نومړو ولسواليو كې  بشپړ شوې چې د هغي څخه به هم په نژدې راتلونكو كې د سيمې اوسيدونكې  استفاده وكړئ، په مركزي بهسودو او لومړۍ حصى بهسودوكې به په راتلونكو درې ورځو كې د(۱۸) ګرين حوزونو د جوړولو كار پيل شي ، په پام كې ده چې په چغتو ولسوالۍ كې هم دغه پروسه پيل شي .


ديادونې وړ ده چې دميدان وردګ په ولايت كې نوموړې ګرين حوزونه دوه فصلونه  او په نورو ګرمو سيمو كې درې فصلونه كوي چې يو ګرين حوز د (۵) پنځو جريبو ځمكى حاصل كوي ،يوګرين حوزد يوفصل د ګټې اندازه په منځني ډول د (۷۰۰۰۰) زرو افغانيو په اندازه اټكل شوې ده