کور / تازه خبرونه / امریکایی الوتکی ۱۴ کسه ووژل

امریکایی الوتکی ۱۴ کسه ووژل

رویټر د اسلام آباد څخه د پاکستان د پوځی افسرانو له قوله خبر ورکوي چی د جمعې په سهار په میرانشاه کی د یوې بې پیلوټه امریکایی الوتکی د حملې په نتیجه کی ۱۴ کسه ووژل سول او ۱۲ نور هم زخمیان سول . ځایی خلکو وویل چی دوه راکټونه لدې طیارې نه راوویشتل سول او د حکومتی مکتب هغه پخوانی ښوونځی یې وویشت چی جنګیالي او د هغوی کورنۍ پکښی اوسېدلې . امریکا پدې وروستیو کی په قبایلی سیمو کی خپلو حملو ته زور ورکړی دﺉ چی د پاکستانی پوځ موافقه او رضاییت ورسره لري .

د استرالیا د هیرالډ سن ورځپاڼی له قوله حامذ کرزي د پولي په پاکستانۍ خوا کی د امریکا د حملو هرکلی کړی دﺉ . کرزي وویل چی ما دډیری مودې راهیسی ویل چی افراطیان باید همالته یعنی په خپل ژغورلي امن ځای کی تر ګوزار لاندی راسی .