کور / راپور / هــلمند له انـــــــــارو تر کـــــو کنــــــارو

هــلمند له انـــــــــارو تر کـــــو کنــــــارو






 




په هلمند کې بزګران وايي چې که دولت ورته دانارودخرڅلاومارکيټونه او سړې خونې جوړې کړې نودکوکنارو له کرلو به لاس واخلي .  Click here for large size


 


 


 


 


 


محمد الياس داعي – هلمند


هلمند چې څو کاله وړاندې به يي ځمکه دانارو دباغونو په سرو ګلو ښايسته وه او دډيرو خوږو انارو په درلودو سره يي ځانګړى شهرت درلود خو اوس يي ځمکې خپله بڼه دسروګلونو څخه نورو ډول ډول ګلانو ته اړولې دغه دهررنګ درلودونکي ګلان دکوکنارو دي چې دهلمند نيژدې ټوله ځمکه يي فرش کړې ده



هلمند چې څو کله مخکې به يي د سيمې او نړۍ بازارونو ته خواږه انار ، هندوانې ، انګور او نورې تازه ميوې وړاندې  کولې .خو اوس په يوازې سر دهغو خواږوميوو پرځاى نيژدې دنړۍ نيمايي ترياک توليدوي .


دهلمند بزګران وايي چې دتيرو څو کلونو راهسې يي دانارو ټول باغونه له دې امله له بيخه وايستل چې  پر ځاى يي کوکنار وکري دوى وايي چې دانارو دخرڅلاو لپاره يي بازارونه او دساتلو لپاره سړې خونې نه وې ددوى په وينا که به يي دانارو هرڅومره زيات حاصل هم ترلاسه کړ نو ټول به ورباندې تاوان شو ، خو کوکنار بيا ښه مارکيټ هم لري او دساتلو لپاره سړو خو نو ته هم اړتيا نلري .  



 
 


عبدالجبار دنوزادولسوالۍ اوسيدونكي دى وايي چې پنځه کاله وړاندې يي دانارو ١٥٠٠ ونې درلودې چې هر کال بۀ يي ښه حاصل ورکاوو دى  وايي چې دانارو ټول حاصل به يي پرې تاوان شو ځکه يي هغه ټولې ونې وکښلې او اوس يي پر ځاى کوکنار کري دى وايي :



(( ما به هيڅ وخت دانارو باغ له منځه نه واي وړي خوڅه وكړم مونږ به يوازي په دي خوشاله ووچي داناروباغ لرو،دانارو دخرڅولو له پاره به هيڅ بازار اوماركيټ نه وو هغه به په درختو كي مرغانو وخوړل اويابه هم په كوركي  وراسته ياخوسا سول.كوكنارسره ددې چي دولت يي ضد دى خودادى قاچاق بران  كورپه كور پسي ګرځي اودزياتو پيسو په مقابل كي خرڅيږي .))



عبدالجبار وايي چې که اوس هم دولت ورته دانارو دخرڅلاو مارکيټ او دساتلو لپاره يي يخچالونه جوړ کړي دوى به کوکنارو پر ځاى دانارو کرلو ته مخه کړي . دى وايي ((که  چيري اوس هم ماته ماركيټ پيداكړي زه  كوكنارنه كرم په دې چي ددې كښت هرڅوك دښمن دی اوانار  خو  نه خواري غواړي اونه يې څوك راڅه ماتوي.)) 



 


جهان ګير اكا دباباجي ولسوالۍ دچارباغ اوسيدونكي دى ،چي يو وخت يي زيات انار درلوده  دى،وايي ((په باباجي كي دوه كاله مخكي ډير دانارو باغونه وه خو اوس لږ سو ي دي ،ماهم دري سوه درختي درلودي مګر اوس يوازي شل درختي لرم په  دې خاطر چي دكوكنارو له پاره مي خپله ټوله مځكه پردابل مخ را واړوله ))


جهان ګير وايي چې په دې ښه پوهيږي  چي انار دوطن له پاره هرډول اهميت لري ،او وايي چې له دې لارې کولى شو چې نړيوالو ته په ښه نومو ځان وروپيژنوخوله دي امله  اكثره خلګ دانارو اونور داسي كښتونو څخه مخ اړوي چي په داخل كي كي ماركيټ نه لري .نوموړى وايي (( زه په دي باوري يم كه چيري اوس هم  دولت په داخل او نړيواله سطحه زمونږ حاصلاتو ته ماركيټ پيداكړي انشاالله نژدي ټول بزګران به له كوكنارو نه مخ دانارو په لوري واړه وي. )) 
 


محمد صابر دباباجي اوسيدونكى دى نوموړى وايي (( دانارباغ درلودل يوښه كار دى خو اوس مهال ددي سره سره چي  كوكنارډير پيسي جوړوي خلګ دانارو باغونه  كري ،په د ي خاطرچي كوكنار دولت نه پريږدي زه خپله دادي ددي وروسته دانارو باغ جوړوم)) .


صابراكاوايي : ((انارد  ميوي پروخت مرضونه كوي اوداناروميوه داني   ورستوي)) 
 


نوموړى وايي كه چيري ورسره دهلمندولايت دزراعت رياست مرسته وكړي كيداي سي چي  دانارو  ددي مرض مخه و نيول شي ، دى وايي ،((تردې مهاله زمونږ سره  دزراعت رياست هيڅ مرسته نه ده كړي له دي امله زمونږ انار باغونه ددي لوي مرض سره مخ دي)) 
 


اسلم باركزى دنادعلي ولسوالۍ په شاول سيمه كي دوكان كوي ، وايي چې ډير وخت يي انار دخرڅلاو نه وړاندې خوسا کيږي دا ځکه چې دساتلو لپاره يي سړې خونې نشته دى وايي (( پنځه خرواره انارمي رانيولي دي ،اوس مهال ډير ښه  خرڅيږي ،اوكه چيري لس ورځي نورهم داسي پرمځكه باندي پاته سي اوپه دي لس ورځوكي خرڅ نه سي كيداي سي چي وراسته سي ))


،اسلم وايي كه چيري يي انار خرڅ نه سي وراسته سي نو به لوى تاوان وکړي  دى هم دنورو دوكاندارانو په څير له دولت څڅه غواړي تر څو ورته دتازه ميوو دساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي .  
 


نسيم خروټى دلشکر ګاه په بولان سيمه کې دوکان لري وايي چې همدا اوس يي په دوکان کې تر ٥٠٠ کيلو زيات انار شته چې که ژر خرڅ نشي نو دخرابېدو امکان يي شته دى دى وايي چې که يي سړې خونې درلودى نو دانارو په کاراو بار کې به يي ښه ګټه کړې واى دى وايي :


،((كه څه هم اوس مهال انار دومره نه دي ګران خوكه چيري مونږته دولت يخچالونه جوړكړي نوكيداي سي مونږ دغه انارپه ژمي كي په ښه قيمت خرڅ كړ ،اناركه چيري سم اناروي او  وساتل سي  مونږ ته تربلي هري ميوي ګټه كوي په دي چي ډير وخت له پاره ساتل كيږي ، يوشمير نوري ميوي هسې دڅوورځولپاره وي چي ډير ژرتروخت تيريږي .)) 
 


خو دهلمند ولايت دکرنې رئيس غلام نبي بيا وايي چې تر هغې به بزګرو ته دميوو دخرڅلاو مارکيټونه او دساتلو لپاره يي سړې خونې جوړې نه کړي ترڅو چې بزګرانو خپله نه وي ورڅخه غوښتي  
 


دى وايي چې تراوسه کوم بزګر ورڅخه دميو دخرڅلادمارکيټ او يا هم دسړو خونو دجوړېدو غوښتنه نه ده کړې دى وايي :


(( مونږ ته كوم بزګر وړانديزنه دي كړي كه چيري دوي مونږ ته راسي دماركيټ او يخچالونو غوښتنه وكړي كيداي سي چي مونږ دوي ته يوكار وكړو.))


نوموړي زياته كړه ((كه څه هم دولت ددي توانايي نه لر ي چي له بزګروسره په خپل مټ مرسته وكړي اوهغو ي ته ماركيټ اوياهم يخچالونه جوړكړي خوبياهم مونږ كولي سو چي دخيريه موسيسو په مرسته دوي ته يخچالونه جوړكړو ،مګرددوي له خوا دزراعت رياست ته مراجعه مهمه خبره ده اومونږيوازي ددوي له مراجعي سره كولي سو چي يوه اندازه كارورته وكړو،)) 
 


دغه راز دهلمند دمخدره موادو پر ضد ادارې مشر انجينرعبدالمنان وايي چې په دې ډاډه دى چې که بزګرو او دوکاندرانو لپاره ورته مارکيټونه او سړې خونې جوړې شي  نو ډېرې کرونګر به دکوکنارو پر ځاى نورو کښتونو ته مخ کړي خو وايي چې دداډول مارکيټونو او يخچالونو جوړول ددوى کار نه دى منان هم دزراعت درئيس په څير وايي چې تراوسه ورته په دې هکله هيڅ بزګرترې کومه غوښتنه نه کړې دى وايي :  ((دماركيټ جوړول اوديخچال جوړول تريوي اندازي پور ي زمونږ كار نه دى اوتراوسه موږ ته كوم بزګرمراجعه  نه  ده كړي كه چيري يي وكړي مونږ به هغه انكشاف دهات ته واستوو ))اشا 
 
 


سپين ږيرى نانو كاكا دنوزاد ولسوالۍ اوسيدونكى دى .نوموړى که څه چې دکوکنارکرل يي نه خوښيږي خو وايي چې ددې لپاره يي کري چې ډېرې پيسې ترې په لاس راوړي دى وايي :


((زماپه رښتياهم له كوكنارونه بدراځي ،زه په دي باوريم كه چيري يي پيسي نه واي ډيري نو كيدا ي سي چي هيڅ چانه واي كرلې،زمادانارو كښت ډېر خوښ دى ))