کور / تازه خبرونه / په افغانستان کی د امریکایی تلفاتو ستري پیښي

په افغانستان کی د امریکایی تلفاتو ستري پیښي

اسوشیټیډ پریس د سپتمبر د یوولسمی د اوومی کالیزی په ارتباط په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د تلفاتو څو عمده پیښی پدې ډول راوړي دي :
۱- د ۲۰۰۸ د جولای ۳مه : ۹ امریکایی پوځیان په ختیځ کی د هغوی پر پوسته د حملې په اثر ووژل سول .
۲- د ۲۰۰۷ د فبروری ۱۸مه : د زابل په شاه جوی کی د هلیکوپتر د سقوط له امله ۸ پوځیان ووژل سول .
۳- د ۲۰۰۶ د مې ۵مه : په ختیځ کی د یو هلیکوپتر د لوېدو په اثر ۱۰ پوځیان ووژل سول .
۴- د ۲۰۰۵ د جون ۲۸مه : په ختیځ کی د یو هلیکوپتر د ویشتلوله امله ۱۶ پوځیان ووژل سول .
۵- د ۲۰۰۵ د اپریل ۶مه : د یو دوړن توپان له کبله یو هلیکوپتر راولوېد چی ۱۵ پوځیان او ۳ غیر پوځی امریکایان پکښی ووژل سول .
۶- د ۲۰۰۴ د جنوری ۲۹مه : په یو وسله تون کی د چاودنی په اثر ۷ پوځیان ووژل سول .
۷- د ۲۰۰۳ د مارچ ۲۳مه : د یو هلیکوپتر د سقوط له امله ۶ پوځیان ووژل سول .
۸- د ۲۰۰۲ د مارچ ۴مه : کله چی دوه هلیکوپترونه تر فیر لاندی راغلل نو ۷ پوځیان ووژل سول .
۹ د ۲۰۰۲ د جنوری ۹مه : په پاکستان کی د یوې امریکایی پوځی الوتکی د لوېدو په اثر ۷ پوځیان ووژل سول .
اسوشیټیډ پریس زیاتوی چی سږ کال په افغانستان کی جمعأ ۱۱۳ امریکایی پوځیان وژل سوي دي حال داچی تېر کال دا شمېر ۱۱۱ و .