کور / تازه خبرونه / په راتلونکو څو مياشتو کې به ولسمشر د بل ماشوم پلار شي

په راتلونکو څو مياشتو کې به ولسمشر د بل ماشوم پلار شي

ناروى: د افغان ولسمشر حامد کرزي د کورنۍ يوه تن د واخان خپرونې ادارې ته ويلي، چې په راتلونکو څو مياشتو کې به ښاغلى ولسمشر حامد کرزى د بل ماشوم پلار هم شي خو دا يې نه ده څرگنده کړې،چې راتلونکى ماشوم به انجلۍ وي او که هلک د راتلونکي کوچني د روغتيا جزيات لا هم څرگند نه دي.
پاتې دې نه وي، چې اوړم کال د بلجيم په يو روغتون کې د ښاغلي ولسمشر زوى وزيږيد، چې وروسته د څو مياشتو د درملنې څخه مور او زوى افغانستان ته لاړل او ولسمشر حامد کرزي خپل زوى ميرويس ونوماو .