کور / تازه خبرونه / پاکستان : د امريکې په مقابل کي نظامي دفاع هم کولای شو

پاکستان : د امريکې په مقابل کي نظامي دفاع هم کولای شو

دپاکستان د دفاع وزير چوهدري احمد مختار ويلي دي ، چې دامريکا دبريدونو خلاف به دخپل هېواد دفاع کوو خو اړينه نه ده ، چې توري ته لاس کړو ،  مونږ  په سوله ييزه لاره هم دهېواد دفاع کولاى شو . دا خبرې نوموړي دپاکستان دمذهبي چارو  مشاور حامدسعيد کاظمي سره په خبرو کې وکړى او وى ويل ، چې . دپاکستان ٨٠ زره سرتيري دپاکستان او افغانستان په پوله پراته دي  خو مونږ  چاته ددې حق نه ورکوو ، چې زمونږ  پر  خاوره بريدونه وکړي .