د شعر ګلپېغله
توره شپه و ترهېده،
چوپه چوپتيا و رېږدېده،،
د کاروان ستوري اسمان لار و نيوه…
شعر راوټوکېده.
÷
د هر يو شعر پيل و پای
که لوی څښتن په خپل قلم ليکلی،
خو ته يې هرګوره
زما د هريو شعر د تول و تال ګلپېغله!
لندن،8-8-08
« ښه طنز