کور / اسلامي / شپږ کليمې

شپږ کليمې


شپږکلیمې


زما دايمان اوعقيدي وروڼوپه هر مسلمان باندي لازم دي چې داشپږمقدسي كلمي سره له معني په ياد زده كړي ، الله (ج) به يې په دونيا اواخرت كې كامياب اوسرلوړي كړي.


اوله کلمه طیبه :لااله الا الله محمّد الرسول الله  
 
ژباړه : نشته لایق دعبادت مګریوالله دی محمد (ص) دالله (ج) بنده اورسول دی  
— —————————-————————————————– 
دوهمه کلیمه شهادت : اشهد ان لااله الاالله وحده لاشریک له واشهد ان محمدًاعبده ورسوله  
 
ژباړه : ګواهي کوم چی دالله نه غیر بل دعبادت لائق نشته الله یوازی دی شریک نه لري اوګواهی کوم چی محمد (ص) دالله بنده اورسول دی   
——————————————————————————– 
دریمه کلیمه تمجید: سُبْحن الله والحمد لله ولااله الاالله والله اکبر ولاحول ولاقوت الاّ بالله العلیّ العظیم  
 
ژباړه : الله ج پاک دی ،ټولي ستاینی خاص همده لره دي اونشته لایق دعبادت مګر یوالله دی اوهمداډیرلوۍ دی دګناهونوڅخه دژغورنی اودنیک کارتوفیق دالله دلوري دی چی لوی دی اوعظمت والا دی  
——————————————————————————– 
څلورمه کلیمه توحید : لااله الاالله وحده لاشریک له الملک وله الحمد یُحْی ویمیت وهو حیّ ٌ لایموت ابداً ابداً ذوالجلال والاکرام بیده الخیر وهوعلی کُلّ شیءٍ قدیر


 
ژباړه:دالله (ج) څخه علاوه څوک دعبادت لایق نشته هغه یوازی دی شریک نه لري دهمده بادشاهی ده اوهمده لره ثناده ژوندی کول اومړه کول کوی الله (ج) دتل لپاره ژوندی مرګ پری نه راځی دعظمت اړلویی څښتن دی دالله (ج) په لاس کی خیر دی اوهمدا په هرڅه قادر دی
——————————————————————————– 
پنځمه کلیمه استغفار : اَستغفرالله ربّی مِنْ کلّ ذنبٍ اذنبته عمداً اوخطئاسرا اوعلانیة وّ اتوب الیه من الذنب الذی اعلم ومن الذنب الذی لااعلم انّک انت علاّم الغیوب وستّارالغیوب وغفّارالذنوب ولا حول ولاقوت الاّ بالله العلیّ العظیم  
 
ژباړه :الله (ج) څخه بښنه غواړم چی زما رب دی دهری ګناه نه قصداً می کړی وی اوکه په خطاسره رانه شوي وي په پټه می کړی وي که په ښکاره اودده په حضورکی دهغه ګناهونو څخه چی ماته معلومه ده اوکه ماته نده معلومه بیشکه ته په غیبوخبردار اودعیبونوپټونکی یی اودګناهونو بښونکی هم ته یی دنیکۍ قوت اودبدۍ ژغورل یوازی دالله به طاقت کی دی چی لودی اودلوی شان څښتن دی  
——————————————————————————– 
شپږمه کلیمه ردّ کفر : الّلهم انْی اعوذ بک من ان اشرک بک شیئاوانا اعلم به واستغفر لمالااعلم به تبت عنه وتبراْتُ من الکُفْرِ والشّرک والکذب والغیبة والبدْعةِ والنّمیمة والْفواحش والْبهتان والمعاصیْ کلّها واَ سْلمتُ واقولُ لاالهَ الااللهُ محمد الرّ سول الله   
 
ژباړه : ای الله تاپوری دشریک تړلونه پناه غواړم اوماته دهغی علم وي اودهغی نه چی پری نه پوهیږم پناه غواړم ماددی نه توبه وویسته اوبیزاره یم دکفرنه ،شرک نه ، ددرواغونه ، دغیبت نه ، دبدعت نه ، دچغلۍ نه ، دبی حیایی دکارونونه ،اودتهمت لګولونه ،اوددی نه غیر دټولوګناهونوڅخه اوماایمان راوړی اووایم چی نشته لایق دعبادت مګریوالله دی اومحمد (ص) دالله رسول دی