کور / تازه خبرونه / حکومت وایی چی اووه پولیس ووژل سول

حکومت وایی چی اووه پولیس ووژل سول

اسوشیټیډ پریس ته د غزنی ولایت د پولیسو لوی قوماندان محمد شریف کوهستانی وویل چی طالبانو د شنبې په ورځ د یو کمین په ترڅ کی د پولیسو پر موټر حمله وکړه چی اووه افسران یې ووژل او یو هم ورک دﺉ . کوهستانی وویل چی د مړو جسدونه یې میندلي دي خو په ورک افسر پسی تلاښ جاری دﺉ . د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخی په ۲۰۰۷کی په افغانستان کی څه باندی ۷۰۰پولیس وژل سوي دي .