کور / تازه خبرونه / پنتاګون د خپلو دوو پوځیانو مړینه ومنل

پنتاګون د خپلو دوو پوځیانو مړینه ومنل

د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) نن د خپلو دوو هغو پوځیانو د وژل کېدو تصدیق وکړ او نومونه یې اعلان کړل چی څو ورځی مخکی په افغانستان کی تلف سوي وو . لومړنی پوځي د سپتمبر پر ۶مه د افغانستان په علی آباد کی طالبانو ویشتلی و ، او دوهم پوځي چی د هلیکوپتر پیلوټ و د سپتمبر پر ۱۱مه پداسی حال کی تلف سوﺉ چی طالبانو د افغانستان په نګیل کی پر نوموړي هلیکوپتر ډزي کړي وې او دغه پیلوټ یې په کابین کی زخمی کړی و چی وروسته پ بګرام کی مړ سوﺉ و . امریکا په افغانستان کی خپل ۵۹۱پوځیان د لاسه ورکړي دي .