تورن اسمعيل:دجنراتورونو لپاره ۲۰۷ مليونه ډالره غواړي
د اوبو او برېښنا وزیر اسماعیل خان تېره اونۍ له کابینې څخه ۲۰۷ ملیونه امریکایي ډالر غوښتي تر څو پرې د کابل جنراتورونو ته ډېزل واخلي. کابینې لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.
د برېښنا وزارت وایي چې د شپږو میاشتو دپاره د کابل جنراتورونه ۱،۸ ملیونه لیتره ډيزلو ته اړتیا لري.
اسماعیل خان کابلیانو سره ژمنه کړې وه چې ۷۰٪ په سلو کې خلکو ته به په روژه کې هره ورځ اته ګړۍ برېښنا برابروي. خو کابلیان وایي چې اسماعیل خان په ژمنه ونه درېد. اوس د برېښنا وزارت وایي چې د کابل د رڼا کولو دپاره پوره جنراتورونه شته خو ډيزل نشته.
اسماعیل خان د اوبو کموالی او د اوزبکستان څخه د برېښنا په راتېرولو کې وروسته والی ملامت بولي. دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې په لسګونه سیندونه بهېږي او اوبه ښې پرېمانه دي. د اوزبکستان او تاجکستان څخه د برېښنا راتېرول او په خپل هېواد کې بندونه نه جوړول هم د اسماعیل خان او د نوموړي د مرستیالانو او مشاورینو پلان دی. که د اوزبکستان څخه په اووه کالو کې برېښنا نه راتېرېږي نو په هېواد کې خو په یو کال کې برېښنا بند جوړېږي!
اسماعیل خان او د نوموړي مرستیال محمد صدیق ایشان څه موده مخکې د ننګرهار خلکو تورن کړي و چې د کامې په سیمه کې ورته د کنړ په سیند د بند جوړولو اجازه نه ورکوي او هغه سوداګر ته چې په خپلو پیسو یې دا بند جوړاوه ویلي چې که بند جوړوي نو د هېواد په شمال کې دې جوړ کړي. د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي هم د اوبو او برېښنا دوزارت څخه سر ټکولی و چې د مور میرې چلند ورسره کوي او د کامې د بند د جوړولو مخالفت کوي.
د افغانستان په ټولو لویو ښارونو کې د وړتیا وړ برېښنا نشته او خلک په تیارو کې ژوند کوي. داسې هیله وه چې د طالبانو د پرزېدو څخه وروسته به نوی رژیم د برېښنا ستونزه اواره کړي. خو اووه کلونو وروسته هم کابل د ډیزلي جرناتورونو مهربانۍ ته، جرناتورونه د ډیزلو مهربانۍ ته، ډیزل د کابینې د پرېکړې مهربانۍ ته، او کابینه د مرستندویه هېوادونو مهربانۍ ته ناست دي.
پوښتنه دا ده چې اسماعیل خان ولې په ۲۰۷ ملیونه امریکايي ډالرو برېښنا بند نه جوړوي چې ډیزل پرې اخلي؟!
اسماعیل خان د جمعیت اسلامي پخوانی قوماندان دی او له وزیر کېدو دمخه د هرات والي و. اسماعیل خان د اوبو او برېښنا په اړه همدومره تجربه لري لکه څومره چې یې عام ولس لري. تر دې دمخه یې د اوبو او برېښنا په برخه کې زده کړې او یا تجربه نه ده تر لاسه کړې.