کور / تازه خبرونه / اروپایی دیپلومات : افغانستان په بدترین حالت کی دﺉ

اروپایی دیپلومات : افغانستان په بدترین حالت کی دﺉ

نیویارک ټایمز ورځپاڼی د سپتمبر پر ۱۵مه راپور ورکړ چی یو خورا مجرب اروپایی دیپلومات فرانسیس وندریل چی د هسپانیې دﺉ او په افغانستان کی د سیاسی کار ۸کلنه تجربه لری ، وایی چی افغانستان د ۲۰۰۱راهیسی په بدترین حالت کی قرار لری . وندریل د امریکایی او نړیوالو ځواکونولخوا د ملکی افغانانو پر بم وریو سخت انتقاد وکړ . ده وویل چی دغو ناحقه وژنو په افغانستان کی « د کرکي یوه څپه » ایجاد کړې او حکومت یې د خپلو اتباعو څخه لیری کړﺉ دﺉ . ده خبر دارﺉ ورکړ چی : د خوړو او سونګ د موادو ګرانی ، د امنیت خرابی ، او تر ټولو مهمه د طالبانو ، پاکستان ، ایران ، او هند سره د اوضاع په سمولو کی د نړیوالی ټولنی ناکامی ممکن سږ کال افغانستان د « خورا ساړه ژمي » سره او « موږ ټوله د خورا تاوده ژمي » سره مخامخ کړي چی مطلب یې د تودې جګړې څخه دﺉ .