کور / تازه خبرونه / پنتاګون : زموږ دوه پوځیان وژل سوي دي

پنتاګون : زموږ دوه پوځیان وژل سوي دي

د امریکا د دفاع وزارت خبرپاڼی نن ولیکل چی دوه امریکایی پوځیان د خپلو زخمونو له امله مړه سول . لومړنی په افغانیه دره کی پر یو ماین باندی د نقلیه وسیلې د ورختلو په وجه زخمی سوﺉ و چی د سپتمبر پر نهمه مړسو . دوهم پوځي چی د طالبانو په ګولۍ لګېدلی و ، د سپتمبر پر یوولسمه په بګرام کی د خپلو زخمونو له امله مړ سو . پدې سره اوس په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمېر ۵۹۳ته ورسېد .