کور / تازه خبرونه / پنجوايي ولسوالي كي درې كاناډايي سرتېري ټپيان شول

پنجوايي ولسوالي كي درې كاناډايي سرتېري ټپيان شول

له ليري کنتروليدونکي بم درې کاناډايي سرتيري ټپيان کړي دی ، دا خبر له کندهاره د ايساف له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي تاييد سوی دی ، خو وسله والو طالبانو تر دې دمه د پېښي په اړه څه نه دي ويلي .
    
10 لس بجي وي چي دايساف يو پوځي موټر ديوي ناڅاپه پيښي سره ټكرشو. په نتيجه كي دري 3كاناډايي سرتيري ټپيان شول .دريموټ كنټرول چاودنه دكندهار ښار څخه تقيبًاڅلوېښت كيلو متره ليري وشوه .


داپيښه دپنجوايي ولسوالي دسپيروان په سيمه كي وشوه.هغه وخت كاناډايي سرتيري دګزمي په حالت كښي وو.


په کندهار کي د ايساف له خوا په خپره سوې خبرپاڼه د خپلو سرتيرو په اړه وايي : زموږعسكر دپوځي هيلي كاپترو په وسيله دكندهار هوايي ډګر ته يوړل شول . عسكر تردرملني لاندي دي اوروغتيايي حالت يي دډاډ وړدى .