کور / تازه خبرونه / کندهار:طالبانو د استخباراتو يو مامور وواژه

کندهار:طالبانو د استخباراتو يو مامور وواژه

د طالبانو له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي د قاري يوسف له خولي ليکل سوي چي وسله والو طالبانو تيره شپه د کندهار د استخباراتو رياست يو استخباراتي مامور ( تورجان ) کور ته د تلو پر مهال په ډزو وواژه  او وسله يې ترې يووړه . خبرپاڼې د پېښي ځای د کندهار ښار دريمه ناحيه د کابل دروازې څلورلارې ښوولې چي دډيري ګڼه ګوڼي تر څنګ زياتره وخت په ډير شمېر امنيتي پوليس هم ولاړ وي .


په خبرپاڼه کي د کندهارپه  ميوند ولسوالۍ برسېره د هلمند ،  زابل ،لوګر ، لغمان ، پکتيا او  کنړ کي تر بريدونو تر څنګ د بدخشان پر هوايي ډګر د توغنديو ويشتلو خبره هم شوې ده . د طالبانو په خبرپاڼه کي راغلي چي په يادو ښوو ټولو سيمو کي يې بېلابېل بريدونه کړي دي ، دولت او بهرنيانو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي خو د بدخشان په فيض اباد کي پر هوايي ډګر د ۸ توغنديو د زيان څخه بېخبري ښيي او وايي چي تر بريد وروسته الوتکو په ځوابي بريد لاس پوري کړ چي مالي زيان يې نه لاره . ددې ادعاو په اړه تر اوسه د ناټو يا افغان دولت غبرګونه نه دی ترلاسه سوئ .