کور / تازه خبرونه / طالبان د بهرنيو او افغان سرتېرو د وژني ادعا كوي

طالبان د بهرنيو او افغان سرتېرو د وژني ادعا كوي

وسله والو طالبانو د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د ناټو او افغان پوليسو د دوو موټرونو او پکې سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.
د صبريو ولسوال ګل قاسم جهاديار وايي، په سيمه کې په بهرنيو ځواکونو پسې دوې چاودنې شوې، خو دى يې په اړه معلومات نه لري. د ناټو مطبوعاتي دفتر په خپلو ځواکونو پسې يوه چاودنه مني او وايي چې مرګ ژوبله نه لري.