ناټو په ختيځ کي د خپل يوه غړي د وژل کېدو خبر ورکړ

د لراوبر اداره | سپتمبر 18th, 2008


 


په کابل کي د ناټو د عامه اړيکو له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل شوي چي تيره ورځ د ايساف يو سرتيری د افغانستان په ختيځ کي د وسله والو طالبانو د سپکو وسلو تر بريد لاندي راغی او ووژل سو .


ناټو وايي چي د پېښي په اړه پلټني کو ي او د وژل سوي کس کورنۍ ته تر خبر ورکولو مخکي د هغه هويت پټ ساتي .


 

Copyright Larawbar 2007-2024