کور / تازه خبرونه / ۸۰۰نور امریکایی پوځیان جنوب ته سوق سول

۸۰۰نور امریکایی پوځیان جنوب ته سوق سول

رویټر د کابل څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی ۸۰۰نور امریکایی پوځیان د افغانستان په جنوب کی مستقر سول . امریکایی منبع دا ونه ویل چی نوموړي پوځونه د افغانستان په کوم جنوبی ولایت کی ځای پر ځای سول ، خو نوري باخبره منابع وایی چی ښایی دا نوﺉ استقرار په کندهار کی وی ځکه دوې میاشتی مخکی هم هلته د کاناډایی پوځ د عاجلی غوښتنی له امله یو زر نور امریکایی پوځیان ورلېږل سوي وو .