امریکا : یا به پوځونه راکوﺉ یا پیسې !
د لندن ګارډین ورځپاڼی نن ولیکل چی د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس وویل چی موږ د افغانستان له پاره زیاتو پوځونو او ډېرو پیسو ته اړتیا لرو . ده وویل چی د امریکا ملګري باید د افغانستان لپاره زیات شمېر پوځیان راکړی ، او که دا کار نه سي کولای نو باید چی زیاتی روپۍ راکړی . ګېټس زیاته کړه چی موږ د عراق څخه سبق واخیست او هغه دا چی ډېر پوځیان کار سمولای سی . ده پسی وویل چی موږ همدا اوس د افغانستان د جنګ له پاره ۲۰بلیونو ډالرو ته ضرورت لرو چی باید دوستان یې راکړی . څېړونکي پدې باور دي چی دا کار به د افغانستان جګړه نوره هم تنده ، اوږده او له تلفاتو ډکه کړي .
« خېبر ته