کور / تازه خبرونه / طالبان هم د سولي په نړيواله ورځ دفاعي موقف غوره کوي

طالبان هم د سولي په نړيواله ورځ دفاعي موقف غوره کوي

پرون سهار وختي د افغانستان د جمهور ي رياست له خوا خبر ورکړل سو چي افغان دولت به پر ټولو نظامي ځواکونو امر وکړي چي د سولي په نړيواله ورځ تر هغو چي له وسله وال بريد سره نه وي مخامخ شوي وسلې ته لاس نه کړي ، د ورځي په اوږدو کي ولسمشر حامدکرزي پخپله هم دا اعلان وکړ ، د افغانستان لپاره دناټو او ايساف عمومي قومندان ډيويډ مکېرنن  د ولسمشر کرزي د خبرو ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه چي په ټول افغانستان کي به د ناټو او ايساف پر ځواکونو ږغ کوي چي له نن شپې ۱۲ بجو تر سبا شپې ۱۲ بجو پوري ټوله يکشبې اوربند وکړي ، طالب وياند ذبيح الله مجاهد نن ماښام د بي بي سي سره په لنډو خبرو کي وويل چي دوی هر کله په دفاعي حالت کي دي تر څو بريد پر ونه شي ، پر بريد لاس نه پوري کوي .

د طالبانو د چارواکو له خوا څو شيبې د کابل وخت ( سهار  ۸:۱۰ ) لراوبر ويبپاڼي ته د سولي د نړيوالي ورځي په مناسبت  د افغانستان د اسلامي امارت په نوم رسمي اعلاميه ورسېده ، په دې اعلاميه کي پر افغانستان او عراق د بهرنيانو پوځي بريدونو ته اشاره سوې ده او د اعلاميې له مخي بهرني وسله وال پوځونه د سولي راتګ د لاري خنډ بلل سوي دي .

طالب مشرانو په دې اعلاميه کي يادونه کړې چي دوی به هم خپلو مجاهدينو ته امر وکړي چي د سولي نړيوالي ورځي په مناسبت دفاعي موقف غوره کړي ، داعلاميې پوره متن د لراوبر د پيغامونو او خبرتياو په څانګه کي خپور شوي ، ددې ځای په کليک کولو يې هم لوستلای سئ .