تازه ترين: افغان كونسل تر بريد وروسته تښتول سوى دئ
په پېښور كي د افغانستان كونسل عبدالخالق فراهي د حيات آباد له سيمي څخه تر يوه وسله وال بريد وروسته تښتول سوى دئ.
عبدالخالق فراهي چي له څو كلونو راهيسي په پېښور كي د افغانستان جنرال كونسل وو، د پوليسو په وينا په خپل شخصي موټر كي د افغانستان د سفارت نمبر پلېټونه هم پر لګېدلي وو، بېله كوم ساتونكي ګرځېدئ.
نوموړى د افغانستان د نورو سياسي نمايندګيو په پرتله ډېر فعاله كس ګڼل كېدئ چي په پېښور كي مېشت افغان مهاجر يې له فعاليتونو څخه ډېر خوښ ول او هر وخت به يې په غم او ښادي كي شريك وو. نوموړى په دې وروستيو كي اسلام آباد ته د افغانستان د سفير په توګه ټاكل سوى وو.
خبرونه وايي د ښاغلي فراهي پر موټر باندي د پېښور په حيات آباد سيمه كي وسله وال بريد وسو، چي موټروان يې پكښي مړ او يو بل ورسره ملګرى يې له امله ټپي سو، او وروسته وسله والو ښاغلى فراهي له ځان سره پر يوه نامعلوم لوري وتښتاوه.
د حاجي عبدالخالق فراهي تښتوونكي تر اوسه معلوم نه دي، خو د پاكستان د كورنيو چارو وزارت وايي په اړه يې پلټني پيل سوي دي.
په سيمه كي مېشت امنيتي پوليس د عيني شاهدانو له خولې وايي چي تښتوونكي په شنو او خړو كاليو ملبس ول او له سيمي څخه پر وتلو بريالي سوي دي.
څو مياشتي دمخه د افغانستان دپاره د پاكستان سفير طارق عزيزالدين هم دې سيمي ته نيژدې د قبايلي طالبانو له خوا تښتول سوى و، چي تر درې مياشتني بند وروسته د مولانا صوفي محمد او څو تنو نورو لوړ پوړو قبايلي طالبانو په بدل كي آزاد سو.