کور / تازه خبرونه / خوست: ترافيكي پېښو شپږ كسه مړه او څلور ټپيان كړل

خوست: ترافيكي پېښو شپږ كسه مړه او څلور ټپيان كړل

لومړۍ پېښه د خوست او ګردېز پر لويه لار د مندوزيو سيمې ته څرمه د دوو سراچه موټرونو د ټکر له امله وشوه، چې د عيني ليدونکو په وينا دوه تنه پكې مړه او دوه نور ژوبل شول.
پېښې ته نېږدې خلکو د ټکر لامل د موټرو ګړندى تګ په ګوته كړ.
په دويمه پېښه كي د يوې کورنۍ څلور تنه مړه شول او دوه نور ټپيان شول، دا پېښه د ټکر نه، بلکې د خوړ په اوبو کې د موټر د لويدو له امله رامنځته شوه.
خوړ ته لوېدلى ډاټسن موټر له خوست څخه د  تڼيو ولسوالۍ ته روان ؤ، چي په شمل خوړ کې د باران له امله په تازه راوتلو اوبو کې ولوېد.
دې ته ورته سيمې د خوست په نورو برخو کې هم شته، چې د باران پر وخت يې اوسېدونکي د تګ راتګ  پر وخت له ستونزو سره مخ وي.
ځايي چارواکي وايي، د دې ستونزو د ليرې کولو له پاره د نهو لويو پلونو د جوړولو اړتيا ليدل کېږي.