فراه : طالبانو ۱۴۰ کارګران وتښتول

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 22nd, 2008


رویټر او د نیوزیلیند(ټی وی ان زیډ ) خبری شبکې نن خبر ورکړ چی طالبانو په فراه کی هغه څه باندی ۱۴۰کارګران وتښتول چی ګومانأ یې د یوې پوځی اډې په جوړولو کی کار کاوه . دا پېښه په بالابلوک ولسوالۍ کی هغه مهال رامنځ ته سوه چی هغوی په درو بسونو کی سپاره وو او طالبانو را ایسار کړل . روح الامین رویټر ته وویل چی په فراه کی طالبان او مجرمین دواړه فعال دي او ښایی دا کار د طالبانو وی . ده زیاته کړه چی د مخورو او مشرانو له خوا د منځګړتوب خبري اتري پیل سوي دي .
د یو بل خبر له مخی په دوشنبه په پکتیا کی د یو محلی سړک د جوړولو پهځه کارګران هم وژل سوي دي . او ناټو ادعا کوی چی نن یو ایښودل سوي ماین په روزګان ولایت کی هغه مهال پنځه ملکی خلک ووژل چی موټر یې پر هغه وخوت . طالبانو تر اوسه د دې پیښو په هکله غبرګون نه دﺉ ښودلی .

Copyright Larawbar 2007-2024