کور / تازه خبرونه / امریکایی پوځ افغان ژورنالیسټ خوشی کړ

امریکایی پوځ افغان ژورنالیسټ خوشی کړ

اسوشیټیډ پریس په کابل کی د امریکایی ځواک د ویندوی کریسچن پیټرسن له خولې لیکی چی د کاناډایی ( سی ټی وی ) د شبکې لپاره افغان خبریال جاوید احمد پرون د امریکایی اډې ( بګرام ) څخه خوشی سو . جاوید یو کال وړاندی ( د ۲۰۰۷د اکتوبر پر ۲۶مه ) په کندهار کی د ناټو اډې ته نژدې نیول سوﺉ و چی د طالبانو د ارتباطی ګومان پر کېدﺉ . اسوشیټیډ پریس وایی چی د دوی یو خبر یال بلال حسین هم په عین تهمت امریکایانو دوه کاله په عراق کی بندی کړی و . پر دغو دواړو خبریالانو د امریکایانو تورونه ثابت نکړای سول څو چی ایله یې کړل .