د توره بوړه په نوم ډلي يو تن د جاسوسۍ په تور وواژه

34 | سپتمبر 22nd, 2008


تيره شپه په اتو بجو دننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يو تن جاسوس جلات دزرين زوی امريکايانو ته د جاسوسۍ په تور ووژل سو، دا خبره د توره بوړه جهادي محاذپه نوم د يوې نوي وسله والي ډلي وياند قارس سجاد  نن لراوبر ته وکړه ،  دتوره بوړه جهادي محاذوياند وايي چي دا کار يې ديو شمير ثبوتونو څخه وروسته دشرعي محکمي سره سم ترسره کړ ، خو دا يې ونه ويل چي دا محکمه کله او چيري ترسره شوه ، قاري سجاد وايي نوموړی کس يې د ننګرهار د چپرهار په ولسوالي کي په ډزو وويشته او څای پر څای يې وواژه .


ذبيح الله مجاهد هم په دې اړه خبر خپور کړی او وايي چي ياد سوی تن ددوی له خوا ووژل سو، مجاهدوايي نوموړی ځه موده مخکي ددوی په وينا د استخباراتي تعليم لپاره امريکا ته استولی سوﺉ و ، ځکه يې د وژلو حکم صادر او ووژل شو .


نوموړې ډلي په دې وروستيو کي ددولت او بهرنيو قواوو پر ضد وسله وال بريدونه پيل کړي ، ددې ډلي وياند وايي چي دوی د اسلامي امارت د طالبانو سره په ګډه عمليات ترسره کوي خوقاري يوسف تر اوسه ددوی په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي .

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024