پر پاکستان چې فشار راشي بيا داسې کوي!

د لراوبر اداره | سپتمبر 23rd, 2008




پرون  ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۸ ناڅاپه يو بېړني خبر د نړۍ په ګردو خبري رسنيو کې ځای ونېوه،خبر دا و چې د اسلام اباد په زړه کې پر يوه پينځه ستوريز هوټل د ترهګرو له خوا بريد وشو چې په پايله کې يې اټکلن  ٣٠٠ سوو کسانو ته د سر او مال زيان ورواووښت  ٠ پدې بريد کې د اندېښنې خبره دا ده چې ددې هوټل امنيت  ان د پاکستان تر پارلمانه هم په ټينګه نيول شوی وو ، پدې بريد کې د شک خبره دا را ولاړېږي چې که چېرې دا کړنه په رښتياد ترهګرو کار وبلل شي نو بيا خو تر دې د پاکستان پر پارليمان بريد کول ترهګرو ته ډېر اسانه او ساده و؟

بل خوا که ځير شوو د پاکستان حکومت هم د لومړي ځل له پاره ټولو خبريالانو او ان ولسي وګړو ته پرته له چون او چرا اجازه ورکړه چې د پيښې ځای ته ښه نږدې ورشي او نړۍ والو ته يې ورسوي٠

د پاکستان د کورنيو چارو وزير دا پېښه د سپټمبر ١١  پېښې ته ورته لويه غميزه وګڼله، بل خوا په امرېکې کې د پاکستان لوی سفير حسين حقاني هم په ډېر مظلومانه ډول وويل چې :ددې پر ځای چې پر پاکستان شک کېږي او بې بنسټه تورونه پرې لګول کېږي ،بايد د پاکستان د حکومت مرسته وشي ځکه چې پاکستان پخپله د ترورزم بلهاري او قرباني دی!؟

خو ډېری سياست پوهان بيا پدې ګروهه دي چې وايي:د پاکستان دا ډول تکتيکونه او فرېبونه نور له چلښته وتي دي او نشي کولای چې نور پرې نړۍ وال تېرباسي٠

په رښتيا هم چې کله پر پاکستان د بې باورۍ نړۍ وال فشار راغلی دی نو بيا د پاکستان حکومت له دا ډول  نېرنګونونه کار اخيستی دی٠ نړۍ وال شاهدان دي چې پدې وروستيو کې د پاکستان د دووه مخي سياست او چارچلند له امله د امرېکې د متحده ايالاتو او پاکستان تر منځ اړېکې وروستی او ترېګلي پړاو ته ورسېدې، نو ددې له پاره چې پاکستان يو ځل بيا په ښکاره ډول ځان نړۍ والو ته مظلوم وښيي او پدې بڼه يو وار بيا د نړۍ والو په سترګو کې خاورې وشيندي او  د پردې تر شا خپل دووه مخيز او منافقانه سياست ته دوام ورکړي ، مګر د پاکستان حکومتي چارواکي او په ځانګړي ډول د ISI مامورين نه يوازې دا چې نړۍ وال نشي تېريستلای بلکې ځان تېرباسي ،د پاکستان ولس تېرباسي، او ورځ تر ورځې د پاکستان ژوند را لنډه وي او تنګه وي٠

يو ځل بيا غبرګوو چې د پاکستاني چارواکو دا ډول ډرامې او تکتيکونه هيڅ وخت نشي کولای چې د ترهګرو او طالبانو د ملاتړ او  ننګې واقيعت د نړۍ والو له فکره اوباسي

سهلي پښتونخوا

Copyright Larawbar 2007-2024