وسلوالې امنيتي کمپنۍ د ناامنيو زېږونکې
د ميدان وردګو ولايت يو زيات شمېر اوسېدونکيو ددې ولايت د چاروکيو د هغه اقدام هرکلى کړى، چې د وږي په شلمه يې په دې ولايت کې دوه هغه شخصي امنيتي کمپنۍ بې وسلې کړې ، چې ددې ولايت عام وګړي به يې ځورل .
کله چې د ميدان وردګو ولايت چارواکيو ته د سيمې يوشمېر ولسي وکړيو ددغو کمپنيو له کړنو څخه شکايت وکړ ، نو ددې ولايت والي محمد حليم فدايي د ولايت امنيتي ځواکونو او اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې لومړى ددې کمپنيو قانوني اسناد وڅېړي او بيا وروسته اقدام وکړي ، د څېړنو په پايله کې دا څرګنده شوه ، چې د خاور او پني شهر په نومونو دغو کمپنيو ددولت رسيمي جواز نه درلود او د يوه ټوپکمار قوماندان په مشرۍ يې فعاليت کاوه .
د يادشوي ولايت چارواکيو د وږي په شلمه ددغو دوو کمپنيو وسلوال بې وسلې کړل او له دې ولايت څخه يې وشړل .
له دغو وسلوالو څخه نږدې پنځوس ميله بېلابېلې وسلې واخيستل شوې او سمدلاسه د بې وسلې کولو پرګرام ته وسپارل شوې .
داسې معلومات ترلاسه شوي، چې ددغو کمپنيو ځينې وسلوال بار کړي توکي په کابل کې له کانټينرونو څخه خالي کوي او بيا خالي موټر په وردګو ولايت کې د کابل _ کندهار پرلويې لارې يې سوځوي اوبيا له هغه چا ( ناټو ) څخه د موټرو قيمت اخلي ، چې له دوى سره بيمه دي .
ددغې لويې لارې يو شمېر اوسېدونکي هم ددغو کمپنيو له وسلوالو څخه شکايت کوي او وايي چې کله طالبان ددغو کمپنيو په وسلوالو او لېږدونکيو اکمالاتي موټرو بريد وکړي ، نو دوي له بريده وروسته د کليو او کورنو په عامو وګړيو ډزې کوي ، عام وګړي ولي او له پيسو څخه نيولې ان تر ټېلېفونونو او موټر سايکلونو پورې بېلابېل وسايل ترې اخلي ، چې پر له پسې دغې چارې ، د يادې شوې لارې اوسېدونکي تر پوزې راوستلي دي .
د سيداباد ولسوالۍ د سالارو د سيمې يوتن اوسېدونکى نقيب الله وايي چې ديوې امنيتي کمپنۍ وسلوالو څو ورځې مخکې په دې سيمه کې له لسو کسانو ټېلېفونه په رڼا ورځ واخيستل او همدارنګه يې په يوه سراچه موټر کې درې ښځې او يو نارينه په ډزو وويشتل او ټپيان يې کړل .
که څه هم چې ددغو دوو کمپنيو په بې وسلې کولو د سيمې اوسېدونکيو ددې ولايت له مسوولينو او په ځانګړې توګه فدايي څخه مننه کړې او په دې لاره کې يې د هغه دغه زړور اقدام ستايلى ، خو له هغه څخه د ورته نورو ګامونو د پورته کولو هيله هم لري .
دوه ورځې مخکې هم ددغو کمپنيو يو شمېر وسلوالو د سيداباد په ولسوالۍ کې په خپله درې موټر وسوځول او پر عامو وګړيو يې ډزې وکړې .
د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي څو ځله د علماوو او قومي مشرانو په غونډوکې ويلي چې ددې ولس د هوساينې په لاره کې به له هيڅ ډول هلو ځلو څخه دريغ ونکړي .
هغه زياته کړې چې هيڅ ناقانونه وسلوال ته به دا اجازه ورنکړي، چې ددې خلکو سوکاله ژوند له ګواښ سره مخ کړي .
نوموړي له خلکو غوښتنه کړې چې خپلې سيمه ييزې هر ډول ستونزې په وخت له دوي سره شريکې کړي ، ترڅو دوي يې په اړه په خپل وخت اقدام وکړي .
ددې ولايت نوي والي په لږ وخت کې خپله کاري وړتيا ښودلې او هوډ يې کړى چې په دې ولايت کې به هر ډول خپلسري له منځه وړي ، خو ولس هم دنده لري چې له دې هوډمن مسوول سره ددغه ولايت د ستونزو په کمولو او له منځه وړلو ونډه واخلي .
يو شمېر دغو تش په نامه امنيتي کمپنيو نه يواځې په ميدان وردګو ولايت کې ناامني زېږولې، بلکې په غزني ، زابل ، پکتيا، پکتيکا او ان په پلازمېنه کابل کې يې هم د ناامنۍ بې شمېره پېښې رامنځته کړي او له دغه ډول کمپنيو څخه لس يې په کابل کې د پوليسو لخوا بې وسلې شوې هم دي .
مهمه خبره داده ، چې په ولايتونو کې عام وکړي د شخصي امنيتي کمپنيو او ددولت د امنيتي ځواکونو توپير نشي کولى او هغوى فکر کوي ، چې دا هم ددولت رسيمې ځواک دى ، چې له امله يې د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کيږي ، چې زيان يې ولس او دولت رسيږي ، خو ددغو کمپنيو ګټې يواځې د هغو ټوپکمارو قوماندانانو جيبونو ته ځي ، چې ټول عمر يې د خلکو په حقونو خېټې پړسولې دي .
ولس له مرکزي دولت څخه هيله لري ، چې دغه کمپنۍ دې لغوه کړي او دا دنده دې امنيتي ځواکونو ته وسپاري .