کور / تازه خبرونه / كندهار: ولسوال او قومندان په چاودنه كي مړه سول

كندهار: ولسوال او قومندان په چاودنه كي مړه سول

د كندهار د ريګستان ولسوال او امنيه قومندان په بم چاودنه كي ووژل سول.
د امنيه قومندان مطيع الله خان وايي ياده سوې پېښه د دوشنبې په ماځيګر ناوخته د سړك د غاړي د بم چاودني له امله رامنځته سوه.
د مطيع الله خان په وينا ولسوال اميرمحمد او د پوليسو قومندان اسدالله ځاى پر ځاى وژل سوي او څلور نور پوليس ورسره ټپيان سوي دي.
تېره اونۍ په دې ته ورته پېښه كي د لوګر والي عبدالله وردګ هم له څو تنو ملګرو سره ووژل سو، چي مسئوليت يې طالب جنګياليو پر غاړه واخيستئ.