کور / تازه خبرونه / تازه خبر: د افغان تجارتي اتشه د تښتوني هڅه وسوه

تازه خبر: د افغان تجارتي اتشه د تښتوني هڅه وسوه


په پېښور كي د افغانستان د كونسلګرۍ د تجارتي اتشه محمدانور ته د تښتوني هڅه سوې ده.
نوموړي د پېښور پوليسو ته شكايت كړى چي تښتوونكو غوښتل دى هم د حاجي عبدالخالق فراهي له برخليك سره مخ كړي.
نوموړي له پوليسو څخه د ځان د ساتني دپاره د ساتونكو غوښتنه كړې ده.
پرون په پاكستان كي د افغانستان نوى سفير چي مخكي په پېښور كي كونسل وو، د وسله والو له خوا وتښتول سو، چي تر اوسه يې چا مسوليت پر غاړه نه دئ اخيستئ.
كه څه هم د پېښور پوليسو د ښاغلي فراهي د تښتوني علت د هغه سره د امنيتي ساتونكو نه موجوديت په ګوته كړ، خو رويټرز آژانس داسي عكس خپور كړ چي پر نوموړي د بريد په سيمه كي د امنيتي پوليسو موجوديت په ګوته كوي.