کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ:په سلهاو قومي مشرانو د پوهي د ملاتړژمنه وکړه

ميدان وردګ:په سلهاو قومي مشرانو د پوهي د ملاتړژمنه وکړه

په ميدان وردګ ولايت كې د پوهنې  دملاتړ کمیټو او په سلهاوو قومي مشرانو د امنیت د تامین په اړه پخه ژمنه وکړه

دميدان وردګ ولايت كې دپوهنې ملاتړ او دفاع شوراګانو د پوهنې څخه دملاتړ او امنيت په موخه  د تلې په دويمه نيټه د ولايت په مقام كې غونډه جوړه كړه، غونډې كې دميدان وردګ  ولايت والي محمد حليم فدايې، ولايتي شوراغړو،دولتي او نادولتي ادارو ريسانوبرسيره  د ميدان وردګ ولايت د اتو ولسواليو اړوندد پوهنې ملاتړ او دفاع (۲۳۷) شوراګانواستازو په شمول(۶۰۰)تنو برخه واخیسته.

غونډې ته دميدان وردګ ولايت د اتوولسواليود پوهنې ملاتړ او دفاع شوراګان استازو وينا وكړه او هريو په خپلو خبرو كې د پوهنې او ډاډمن امينت ژمنه وكړه وروسته غونډې ته دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايى يوه پراخه او هراړخيزه وينا وكړه او ميشتې شوراګانې يې د پوهنې ملاتړ او دفاع ترڅنګ  ډاډمن امنيت، سولې او سوكالۍ او همدارنګه په ولسونو كې د دولت د مخالفينو د ناسمو تبليغاتو په اړه د عامه پوهاوي پراخه كمپاين ته راوبلل او زياته يې كړه( علم او پوهه ده چې ولسونه دجهل او ناپوهې څخه دسعادت او سوكالۍ لورې ته راباسى خو په دې شرط چې علم ته دعمل جامه ور واغوندل شي،اوزياته يې كړه چې ترهغه پورې په حقيقي ډول د پوهنې څخه دفاع  اوملاتړنشې كولاى چې ترڅوپه خپلو سيمو كې ډاډمن امينت پلې نه كړئ او په دې اړه خپلې هلې ځلې كړندۍ نه كړئ په اخر کې ښاغلی فدایی دټول ټاکنو داهمیت او په دې بهیر کې دنومونو د ثبتولو په اړه دغونډې ګډونوالو ته لازمې لارښونې وکړي) وروسته دولايتي شورا رييس حضرت محمد جانان هم د پوهنې ارزښت په اړه وينا وكړه او دميدان وردګ ولايت ميشت قومونه او لسونه يې د پوهنې،امنيت او سوكالۍ لورې ته راوبلل او د پوهنې نوموړى چټك بهير يې د ارزښت وړ وباله.

دغونډې پاى كې د پوهنې ملاتړ او دفاع شوراګانواستازو لخوا يوپريكړه ليك په (۱۱) مادو كې تصويب شو، دپوهنې بهيرته وده وركول، دښونځيوو ساتنه او هغې ته دخپلو لوڼو او زامنو ليږل، دپوهنې ملاتړ او ستونزو دحل په موخه  مياشتنۍ غونډې، د هېواد دښمنانو ورانكارو عملونوته د امنيت د ګډوډولو په اړه اجازه نه وركول او بالاخره د پوهنې، امنيت ، ابادۍ او سوكالۍ په اړه په ټول ولايت كې د عامه پوهاوې كمپاين پيل كول د پريكړه ليك منځپانګه جوړوي.

ديادونې وړ ده چې په ميدان وردګ كې ۱۲۹۳۲۳ تنه زده كوونكې په ۳۰۳ ښونځيو كې بوخت دي چې ددې جملې څخه ۳۰۵۰۰ انجونې تشكيلوي همدارنګه په تيركال كې په دې ولايت كې د ۲۳ ښونځيو ودانۍ بشپړ شوې اواوسمهال په دې ولايت كې ۵۳ ښونځيو د ودانيو د جوړولو كار روان دى.