25 ميرمني د خامکدوزۍ له 6 مياشتني کورس څخه فارغه شوې
په کابل کې د (ACT) دموسسې لخوا ٢٥ميرمنې دګلدوزي له شپږ مياشتني کورس څخه فارغې کړي .
په کابل کې ديوې غير دولتي موسسي (ساختماني چارو او حرفوي زده کړواجنسي ) ACT) ) لخوا ٢٥تنو بيوزلو نجونو او کونډومېرمنو ته چې حرفوي زده کړې ورکړل شوې وې فارغې شوي او يو يودګلدوزۍ ماشينونه ورکړل شول .
دغه ٢٥نجونواوميرمنوته دACT) ) دموسسې لخوا دګلدوزي ،حفظ الصحيې اودليک لوست په برخه کې ورته شپږ مياشتې زده کړې ورکړل شوې دي
په همدې موخه د دساختماني چارو اوحرفوي زده کړو دموسسي (Act)په دفتر کې جوړه شوې غونډه کې فارغوشوې ميرمنواونجونوته دفراغت دسندونوترڅنګ دګلدوزۍ ماشينونه ،او دحفظ الصحيې دساتنې يوه زياته انداز اندازه توکي اوسامانونه ورکړل شول .
دACT) )دموسسې ريس انجنير علم ګل احمدي په همدې جوړه شوې غونډه کې وويل چې دوى دغه پروژه دکابل ښار د شپږمي او ديارلسمې ناحيوپه مربوطاتوکې دتيرو شپږو مياشتو راپديخوا پيل کړې وه اوهغه بيوزلې کونډو اوبيچاره ميرمنوته يې دزده کړو زمينه مساعده کړې وه .
هغه وويل چې په دغه موده کې ګډون کوونکيو ميرمنو ته دګلدوزي ترڅنګ دليک لوست دځان اوچاپيريال دساتنې په اړه ښوونه اوروزنه ورته شوې اودپروګرام په پاي ورته يوه يوه پايه دګلدوزي ماشينونه له مکملو وسايلو اوله يوه زياتې اندازې نورتوکي له شامپو ،صابون ،دغاښوونو کريم اوداسي نور اړين توکي ورکړل شوي دي .
هغه وويل چې ددغه پروژې لګښت د(Care ) پاملرنې دنړيوالې موسسې لخوا شوې دي او اجراکوونکي موسسه يې ACT وه چې په برياليتوب سره يې پاي ته ورسوله .
داحمدي دمعلوماتوله مخې ، په شپږو مياشتو کې په دې پروګرام کې شاملو ښځوته دورځې ډوډۍ ،دټرانسپورت اسانتيا اودپروژې په پاى کې يوه يوه پايه ماشينونه هم ورکړل شول .
دنوموړي په وينا ، ددوى هدف دادي ترڅو ښځوته دکار زمينه مساعده اوبل آخره يې په خپلو پښو ودروي او دخپل ځان او دکورنۍ او اولادونو داړتياوړتوکي دخپل ورځني کال له لارې ترلاسه کړي .
دپاملرنې دموسسې لخوا ددغه پروژې مسوول داکټر ښادي خان حبيبي دفارغوشويو مېرمنو څخه غوښتنه وکړه چېپه دې شپږ مياشتنيوزده کړو اکتفاونه کړي اوخپل کار اوزده کړو ته ادامه ورکړي .
دحبيبي دمعلوماتو له مخې ، دپاملرنې موسسه ديوشمېر کورنيو موسسو په همکارۍ دکابل ښار په مربوطاتو کې دخياطۍ ،ګلدوزۍ،دتعميرونودبرقي سيستم دښودلو اوداسې نورو برخو کې پروژې لري اوپه سلګونونارينه اوښځينه په کې په زده کړو لګيادي .
دACT موسسه چې پاکستان کې دافغا ن ګډووالودهجرت پرمهال له مهاجرو افغانانو سره دمرستو په خاطر جوړه شوې تردې مهاله يې په سلګونو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې ورکشاپونه اوحرفوي زده کړې لکه نجاري ،خياطي ،ګلدوزي اوداسې نور ورښوولي دي .