کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ نننيو ورځپانو ته كتنه24-09-2008، د تلې درېيمه

د کابل چاپ نننيو ورځپانو ته كتنه24-09-2008، د تلې درېيمه

راه نجات
راه نجات ورځپاڼې پر خپل لومړي مخ تر يوه غټ سرليك لاندې د افغان كډوالو ستونزه څېړلې او ليكلي يې دي، ګڼې كورنۍ له يوې خوا بلې خوا ته كډه كېدو ته اړايستل كېږي.


ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د افغانستان د دفاع وزير وروستى وړانديز څېړلى چې د  پاكستان، افغانستان او امريكا د ګډ ځواك د جوړېدو غوښتنه يې كړې وه.


راه نجات په بل ځاى كې خبر وركړى چې په پېښور كې د تښتول شوي افغان ډيپلومات د موندلو هڅې روانې دي.


ويسا
ويسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې خبر وركړى، چې د ډيورنډ كرښې په دواړو غاړو كې د ټروريستانو په وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان او پاكستان ګډ سرحدي ځواك جوړوي.


ورځپاڼې د ګارډين ورځپاڼې يو مطلب رااخيستى او ليكلي يې دي، امريكا د پاكستان تجزيې ته لاره جوړوي.


ويسا د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې د وزير جنرال خدايداد له قوله ليكلي، ګاونډيان د نشه يي توكو د قاچاق په مخنيوي كې مرسته نه كوي.


هېواد
دولتي ورځپاڼې هېواد بيا په خپل لومړي مخ كې خبر وركړى چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په افغانستان كې د ايساف د ماموريت موده اوږده كړه او د فرانسې پارلمان په افغانستان كې د خپلو پوځونونو د دندې د دوام ملاتړ وكړ.


هېواد په خپله سرمقاله كې ليكلي، نړۍ په افغانستان كې د امنيت پر ټاكونكي ارزښت پوهېږي.


ورځپاڼې دغه راز ليكلي، چې له نهه ويشتو ولايتونو سره اته دېرش مليونه ډالره مرسته كېږي.


اراده


ارادې په خپل لومړي مخ كې د امريكايي سرتېرو له قوله ليكلي، افغانستان د عراق په پرتله لس برابره خطرناك دى.


ورځپاڼې د ځينو نړيوالو مطبوعاتو د تبصرو پر بنسټ خبر وركړى، چې روسيه له وسلوالو طالبانو سره د وسلو په برخه كې مرسته كوي.


ارادې په خپله سرمقاله كې افغانستان ته د نورو بهرنيو سرتېرو د راتګ مسئله څېړلې او پوښتلي يې دي، د ځواكونو استول، بريمنه پرېكړه كه ماته ستراتيژي؟


هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې پر خپل لومړي مخ په يوه غټ سرليك كې افغانستان ته د بهرنيو سرتېرو د راتلو مسئلې ته كتنه كړې او ليكلي يې دي، نوې تګلارې باندې كار كېږي.


ورځپاڼې په بل ځاى كې ليكلي، پاكستان د ډيپلوماتانو فعاليت ته ناامنه سيمه ده.


هشت صبح په خپله سرمقاله كې د ليلة القدر يا قدر شپې پر اهميت تبصره كړې او ليكلي دي، دا شپه تر زرو شپو زيات ارزښت لري.


اصلاح او انيس
اصلاح او انيس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان، سيمې او نړۍ د روانو چارو د څېړنې تر څنګ ګڼې تحليلي ليكنې هم خپرې كړي.


اصلاح په خپله سرمقاله كې امريكا ته د افغان ولسمشر حامد كرزي سفر څېړلى او ليكلي يې دي، ولس هيله من دى چې ولسمشر به له دې سفره بريالى راستون شي.


انيس
انيس په خپله سرمقاله كې د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې د وزير په حواله ليكلي، موږ اوس هم فرصت لرو خو ځينې شرطونه لري.


ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله كې د افغانستان او پاكستان وروستيو ناكراريو ته په اشارې ليكلي، په پاكستان كې د اوضاع په خرابېدو سره په افغانستان كې وضعيت سمېږي.


ورځپاڼې په يوه غټ سرليك كې خبر وركړى، چې د پخواني ولسمشر سردار محمد داود خان د وژنې په تور جنرال امان الدين نيول شوى دى.


ملي ارمان په بل ځاى كې د افغان ډيپلومات عبدالخالق فراهي تښتونې ته هم كتنه كړې او ليكلي يې دي، د هغه د خلاصون لپاره يو افغان هيت پاكستان ته تللى او ورځپاڼې خبر وركړى چې د افغانستان د قونسل مرستيال په پېښور كې د خلكو په مرسته د انسان تښتوونكو له منګولو خوشې كړاى شو.