کور / تازه خبرونه / كوټه: د ځانمرګي بريد په تور۱۵ شكمن كسان ونيول سول

كوټه: د ځانمرګي بريد په تور۱۵ شكمن كسان ونيول سول


د كوټي پوليسو په بېلابېلو سيمو كي د ۱۵ شكمنو كسانو د نيولو خبر وركړ.
پوليس وايي دغه كسان يې د پروني ځانمرګي بريد سره د تړاو په تور د هغو عملياتو په ترڅ كي نيولي دي چي نن ورځ يې د ښار په بېلابېلو سيمو كي پيل كړي ول.
همدا راز د پروني ځانمرګي بريد له كبله په كوټه كي پر موټرسايكل د دوهم كس ناسته بنده سوې، د تورو ښيښو پر موټرانو بنديز لګېدلى او بې نمبر پلېټه موټران هم نيول سوي دي.
د پرون ورځي ځانمرګى بريد چي د كوټي پر آيرپورټ روډ ترسره سو، يوه ښځينه زده كوونكې يې وژلې او د ۲۵ په شاوخوا كي كسان يې ټپيان كړل.
د كوټي امنيتي چارواكو ويل چي د ځانمرګي بريد كوونكي سر يې موندلى او د ډي، اين، اې ټيسټ دپاره يې لاهور ته لېږلى دئ.
پوليسو دا نه دي ويلي چي نيول سوي ۱۵ كسان څوك دي او د كوم دليل پر بنسټ يې نيولي دي.