دمحسني اقرار: طلوع ټلويزون په خپل کورکي نه پرېږدم

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2008


 


 دروژې ددوهمي چهار شنبې شپه وه يوه ملګري مي تليفون راوکړ چې روژه ماتي ته ميلمانه يو. روژه ماتى دکابل دوزير اکبرخان په لسم سړک کې په يوه کور کې جوړ شوى وو چې ډېرى کسانو برخه پکښي اخيستې وه. خداى شته ښه روژه ماتى وو او تر ډېره بريده لوړپوړي حکومتي کسان او پيسه داره خلک ورته رابلل شوي وو. زه خو هسي هم په ماسکو کي اوسم او ملګري مي ناستو کسانوته خورا غټ وروپيژندلم . زه خداى شته چې ډېرزوريدلم خو هغه زما په اړه ډېري ښې پيرزويني وکړې .


    تر ډوډۍ خوړلو وروسته سم دستي ميوه او چى تيار وو چې بيا نو څوک دوه څوک درې او څوک پنځه پنځه ملګري سره يوځاى شول او په ګروپي بڼه يې دعامو افغانانو په څېر له يوه اوبل سره خبري کولې. زما ملګري بيا ددوبۍ څخه د دوو راغلو ميلمنو سره دزړه خواله کوله ، زما سره په خواکي څلور کسان ناست وو چې درې يې په درې شي کي او يو بل يې په افغاني جامو کي وو. په دريشي يو کس خورا تيز او زهينه ځوان وو چې ما وړاندي دومره تيز افغان نه وو ليدلى خورا ښه فارسي يې ويله او وخت ناوخته به يې ايراني کلمې هم کارولې . زه که څه هم پټه خوله وم خو ددوى پوره مجلس مي اوريده . عجبه غوندي خبري کيدې . دغه کس چې نورو ملګرو ترې پوښتني کولې ځان زلمي خليل زاد ته ډېر نژدې باله او ويل يې چې هغه مي پر سر ولاړ دى او هيڅوک راته څه نه شي ويلاى . خداى شته زه يوڅه نور متوجه شوم او نور مي هم غوږونه ورته بک بک شول . يوځل خومي فکر کاوه چې ښايي دادامريکا راغلى کوم افغان وي او دزلمي خليلزاد سره يې دامريکا څخه ملګرتيا او انډيوالي وي خو وروسته وروسته وپوهيدم چې داځوان (ساد محسيني ) دى چې د طلوع ټلويژن مشر دى . ښاغلي محسني دافغانستان داطلاعاتو اوکلتور داوسني وزير په خلاف ږغيده او ويل يې چې مخامخ يې ډېر څه ورته ويلي دي . زه نه پوهيدم چې دوى به څه سره ويلي وي خو دښاغلي محسني ټينګار داوو چې اصلاًً يې هيڅ وس نه راباندي رسيږي. ډېري خبري وشوې خو هغه خپلو ملګروته ډاډورکړ چې تاسو بيخي بېغمه اوسئ زه ښه پوهيږم .


     زه لکه چې دوى ونه پيژندلم او که دوى هسي هرځاى داسي غږېږي .  ما لومړنۍ زدکړي دهيواد په شمالي ولايت شبرغان کي کړي او وروسته مي دژوند ډېره برخه په کابل کي تېره شوې او له تېرو ديارلسو کلونو راهيسته په ماسکو کي اوسم . هغه دچا په خبره دري مي هم ډېره ښه زده ده.  تر روژه ماتي وروسته دخپل ملګري سره راووتم او هغه راڅخه دروژه ماتي په اړه پوښتنه وکړه ؟ ما ته هم روژه ماتى ډېر په زړه پوري وو او مننه مي ځيني وکړه . زه دکابل په دريم مکروريانو کي دخپلي خور په کور کي اوسيدم او ملګري مي موټر دمکروريانو پر لور رهي کړ.


     پر لاري مي هله خپل ملګري څخه وپوښتل چې دا کس رښتيا د طلوع ټلويزون مشر وو هغه په ډېره هيرانه وونکې توګه زما پوښتنه ځواب کړه او سمدستي يې راته وويل هو ولي؟


     ما ورته وخندل او ومي پوښتل چې هسي ښه ځوان او بااستعداده سړى ښکارېده . ملګري مي وويل چې هودا ساد محسني نوميږي اسټراليا مېشتى افغان دى . ارمان ايف ايم ، طلوع او لمر ټلويزون دده دي .  ما په افغانستان کي دامريکا دپخواني سفيراو دښاغلي بوش دځانګړي استازي زلمي خليل زاد او دده داړيکو په اړه ورڅخه وپوښتل ؟ هغه وويل چې داډيري پټي او ژوري خبري دي په دې پسي سرمه ګرزوه. خو ما اسرار وکړ او هغه راته وويل چې دوى دواړه په ځينو مسايلو کې سره شريکان دي خو ټينګار يې داوو چې چاته به نه وايم. ما تکراراً ورڅخه وپوښتل چې په کومو مسايلو کي سره شريکان دي؟ هغه دتل په څېر راته وخندل او په خپله هميشنۍ لهجه يې وويل: ((بسيار شله انسان هستي)) خليل زاد او محسني صاحب په لمر ټلويژن سره شريکان دي . اوس دي پوښتنه حل شوه؟ ما په خندا ورته دهو ځواب ورکړ.


     ما ورته وويل : زما له پاره داډېره نوې خبره وه چې وامي ورېدله.. دامي اوريدلي وو چې طلوع ټلويزون ته ايرانيان پيسې ورکوي او ديوايس اى ډي څخه هم بوديجه اخلي خو دامي نه وو اوريدلي چې خليلزاد غوندي کس هم ددوى ملګرى دى.


ملګري مي غږ راباند وکړ چې ځه کوز شه کورته راورسېدې او ما بيا هم ټينګار وکړچې  ياره ډېره په زړه پوري موضوع ده او اوس دي تر هغو نه پرېږدم چې زما يوه بله پوښتنه دي نه وي حواب کړې . يوځل موږ دواړو هغه دښوونځي دورځو په څېر سره وخندل .


    بيا يې وويل : اشنا ته نابلده نه يې افغاني ټولنه درمعلومه ده چې دلته زور اوزر ډېر اهميت لري او داوجه ده چې محسني صاحب ډېر زوره وردى . هغه چې دهندي ډرامو پر سر په اطلاعاتو او کلتور وزير پسي راواخيسته نو خداى شته چې هغه غريب يې ډېر ستړى کړ او يوه ورځ خو يې داهم ورته وويل چې زه پخپله په کورکي طلوع ټلويزون نه پرېږدم خو دا زما بزنس دى او تاسو يې نه شئ رابندولاى . په دغه غونډه کي زه هم ناست وم او دامجلس داطلاعاتو او کلتور په وزارت کي جوړ شوى وو.


نور نو موږ دواړه سره رخصت شو.


    تېره اونۍ چې زه له کابله خوځيدم نو همدغه ملګري تر هوايي ډګره راورسولم او ډېر ټينګار يې داوو چې زه چاته دمحسني او خليلزاد داړيکو په اړه څه ونه وايم . خو زه دخپل ملت او هيواد دمسؤليت پر بنسټ نن هغه وعده ماته وم چې ما له خپله ملګري سره کړې وه . او ددغه ليک په وسيله بخښنه ترې غواړم چې زما دښوونځي دټولګيوال او زړه ته رانيژدې ورور غوندي ملګري اعتبار ته زيان وراړوم . ځکه دازما ملي فريضه ده چې وايم او ځيني پټ رازونه رسپړم. که د طلوع ټلويزيون مشر او ښاغلى خليلزاد زما دکلتور، ملت، اسلام او افغانيت لپاره ګواښ وي نو زه يې په ښکاره کولو ځان مجبوره ګڼم . که د طلوع ټلويزون مشر په خپل کور کي خپل تلويزون نه پرېږدي نو زما بېوزله او خوار ملت ولي ورته وګوري.


     دايراني کلتور او امريکايي پلانونودعملي کوونکي طلوع او لمرټلويزيون دواړه مشران ښاغلى محسني او زلمى خليلزاد دي ځانونه پوى کړي چې په افغانستان کي هيڅ پټ نه پاتيږي او داددغه ملت سره دخداى(ج) مرسته ده چې دافغان ملت پټ دښمنان به حتماً ښکاره کوي .


په درناوي


بريښنا ليک: esa.takal@yahoo.com  

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024