کور / خبرتیا او پيغامونه / لندن:د اختر د لمانځه او مېلې خبرتيا

لندن:د اختر د لمانځه او مېلې خبرتيا

مبارکي


په برتانېا کې او سېدونکو محترمو  افغانانو  !


د کوچنې اختر  د رارسېدو  په  مناسبت  تاسو  ،  ستاسو درنو کورنيو ، په هېواد اونړۍ کې ټولو  افغانانو او مسلمانانو  ته  د زړه له کومې مبارکي وايو او نيکي هيلي  وړاندي کوو  او د خداي ( ج  ) څخه  هېله کوو چې  د ټولو مسلمانانو  روژي او عبادتونه  قبول وګرځوي  .


د تيرو کلونو په شان ، سږ کال د کوچني نيکمرغه  اختر لمونځ  په برتانېا کې د اوسېدونکو افغانانو د ټولني په انګړ   ( ويست اکتون ) کې د سهار پر لس بجې کيږي . د اختر د مبارکۍ وروسته  د ټولني له  خوا سهارنۍ تياره  شوي او تر هغي وروسته  داختر د ميلې دودونه د سندرو او اتڼوڼو په  بڼه  پيل کېږي  .


زموږ هيله به داوي چې  ددي  مبارکو ورځو په درناوي  ګيلي او کيني پريږدو ، د ورورۍ غيږه يو بل ته پرانېزو او په دي توګه  د خپل رب رضا  حاصله کړو .


د وخت نه په ګټي پورته کوونې  غواړو روښانه کړو چې ټولنه  دوه ويبپاڼي لري چې د   ټولني د کلتوري او فرهنګي فعاليتونو رپوټونه او يو لړ تجارتي اعلانونه خپروي . موږ له تاسو هېله لرو  هغه افغاني ځوانان چې دکامپيوتر د تکنالوژی سره سروکار لري تشويق کړۍ  چې د ويبپاڼو په فعال ساتلو کې مرسته وکړي . همدارنګه  د افغان ليکوالو او شاعرانو څخه غوښتنه کوو ، خپلي مقالي او شعرونه  ويبپاڼو ته د خپريدو په موخه  د بريښناليک د لاري واستوي . دا به د ټولني  سره ستاسو مرسته وي  چې تجارتې اعلانونه له دي  لاري خپاره کړی .


دافغانانو ټولنه د کوچنيانو او تنکې ځوانانو د پاره  د لېک لوست د ښودنې ، ددينې او نورو اړينو مالوماتو د زياتونې  کورسونه لري چې  د يکشنبي د ورځې  د  دوه بجو نه  تر پنځو بجو پوري  د ټولني  په  انګړ کې فعال وي .  له دي کبله مېنه وال کولاي شي  د ټولني د دفتر نه په  دي اړه زيات مالومات په لاس راوړي  .


په پای کې  تاسو ته بلنه درکوو چې  د افغانانو د ټولني په شا وخوا راټول شئ  او د هر ډول تعصب پرته  د افغان کډوالو او پنا غوښتونکو مرستندوي وګرځئ  او په خپلو کې يو موټی شئ .  اختر مو مبارک شه  په درناوي                 


سيد جان    کاروانې


په برتانېا کې د اوسېدونکو افغانانو دټو لني  ريس


د ټولني  ويبپاڼې  :www.afghansuk.com , www.sarinuk.com