کور / تازه خبرونه / خوست کې به دريم هوايي ډګر جوړ شي

خوست کې به دريم هوايي ډګر جوړ شي

د خوست دوه پخواني هوايي ډګرونه، په دغه ولايت کې مېشت بهرني ځواکونه د ځان په ګټه کاروي او افغان چارواکي غواړي، چې د ملکي الوتنو له پاره يو بل هوايي ډګر جوړ کړي.


په همدې اړه خوست ته  د ټرانسپورټ وزارت يو پلاوى راغلى ؤ او مشري د نوموړي وزارت مشاور استاد ډاکټر نجيب عزيزي کوله. ده وويل  چې دوى د خوست ښار جنوب لويديځ لوري ته  يو نوى ځاى  سروې کړ او ډېر ژر به د هوايي ډګر په جوړولو پيل وکړي.
عزيزي وويل، چې وزارت يې په وار وار، په خوست کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو غوښتي، چې يو ډګر د ملکي الوتنو په خاطر پرېږدي، خو هغوى خپلې امنيتي ستونزې وړاندې کړې.
 خوست ته د طالبانو تر تلو پورې ملکي  الوتنې کيدلې، خو د بهرنيو ځواکونو له راتګ سره د خوست دواړه هوايي ډګرونه پوځي شول او ملکي الوتنې په ټپه ودرول شوې.
نوى هوايي ډګر چې د عزيزي په خبره به درې زره متره اوږده او دېرش متره پلنه ځغاست ليکه ولري، د پېنځلسو مياشتو په اوږدو کې د خوست ولايتي بيارغونې ډلې په ځانګړو شويو نېږدې اته ميليونه ډالر بشپړ شي.
عزيزي وويل، چې که اړتيا وه، په بودېجه کې نور زياتوالى هم راتلاى شي.
خوست والي ارسلاجمال  وويل، چې خوست به د نوموړي ډګر په جوړيدو نه يوازې د افغانستان له بېلا بېلو سيمو، بلکې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره وتړل شي، ځکه دا ډګر به د هر ډول هغو الوتکو د کېناستو او پورته کيدو وړتيا ولري، چې اوسمهال افغانستان او بهر ته الوتنې کوي.
دا وخت له سلو زرو زيات خوست مېشتي په بهر او ځانګړي ډول عربي هېوادونو کې مېشت دي او د تګ راتګ پر وخت له سختو ستونزو سره مخ وي، خو د دې ډګر په جوړيدو سره به د ياد شمېر مسافرينو د تلو راتلو ستونزه اواره شي.