کور / تازه خبرونه / شل زره قبایل د ډیورنډ تر کرښي را اوښتي دي

شل زره قبایل د ډیورنډ تر کرښي را اوښتي دي

بی بی سی په خپل تازه خبر کی وایی چی د باجوړ د جنګونو څخه څلور زره کورنۍ ( چی شل زره کسه دي ) د ډیورنډ تر کرښي را اوښتي دي . خبر د ملګروملتونوله قوله وایی چی دا خلک کونړ ته راغلي دي . خبر زیاتوی چی د باجوړ څخه څه نا څه ۳۰۰۰۰۰ کسه نور هم دننه پاکستان ته تللي چی اکثریت یې هلته په مؤقتی کمپونو کی اوسیږی . پاکستانی پوځ په خپل وروستي راپور کی ادعا کوی چی په دغو دوو میاشتنیو عملیاتو کی یې دوه زره جنګیالي وژلي دي ، خو مستقلو منابعو دا ادعا نه ده تایید کړې . د باجوړ په شاوخوا کی اوس هم جګړه روانه ده .