کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې روانو نا امنیو ته په اشارې د یو امریکايې قومندان په حواله لیکلي دي چې افغان قبایلي مشران او مخور باید په سیاست کې ښکیل کړاې شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د الجزیرې د ټلویزیوني شبکې په حواله لیکلي دي چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د امریکايې ځواکونو له پوځي عملیاتو سره موافق دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د ولس مشر کرزي حکومت د سولې له کاروان نه شاته پاتې شوې دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د سولې په بهیر کې د قومي مشرانو او مخورو رول ته په اشارې  لیکلی دي چې ټول قومی مشران  او مخور باید د سولی د بهیر په بریالیتوب کې برخه واخلي.

ورځپاڼې  په یو جلا مطلب کې د پاکستان د ولس مشر په حواله لیکلي دي چې په دغه هیواد کې د حالاتو تر عادي کیدو پورې به د وسلوالو پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. 

هیواد په یو بل مطلب کې له باجوړ نه د افغان کډوالو د شړلو مسله راغستې او لیکلي دي چې  د مشرانو جرګې پدې اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د ایران سپاه پاسداران طالبانو ته وسلې او نور پوځي امکانات ورکوي.

ورځپاڼې د ملي شورا د وکیلانو د غیر حاضرۍ او د قوانینو په تصویب کې د شتو خنډونو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.

په ورځباڼه کې په انجونو د جنسي تیریو په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې دا کار انجونو ته یو جنایت کارانه سپکاوې دې.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا هم د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مسله راغستې او د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې په نقل یې لیکلي دي چې سعودي عربستان کولې شي پدې برخه کې مهم رول ولوبوي.

په ورځپاڼه کې د کوچیانو او کډوالو ستونزو ته هم اشاره شوې او لیکل شویدي چې دا ستونزې د یوې بهرنۍ دسیسې ځیږنده دي.

ورځپاڼې له جیو ټلویزیون سره د ولس مشر کرزي د مرکې په یو هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي  چې  ولس مشر کرزي یو ځلې بیا له ملا محمد عمر نه غوښتې چې د سولې له پروسې سره یوځاې شي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا دولت پدې تورن کړې چې  په ځینو مواردو کې د بشري حقوقو د  تیريو سبب ګرځي .

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان لپاره د برطانیې د سفیر په حواله لیکلي دي چې امریکا او لویدیځ د افغانستان جنګ بایللې دې.

په ورځباڼه کې د هرات ولایت د غلا شویو تاریخي اثارو او ددغو اثارو د موندلو لپاره د روانو هڅو په اړه هم یو مطلب خپور شوې دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه بیلابیل مطالب او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د وسلوالو مخالفینو وروستېۍ پریکړه راغستې او لیکلي دي چې دوې د کوچني اختر په مناسبت د ښوونکو او زده کوونکو وژل او د ښوونځیو سوزول منع کړیدي.

خو اصلاح  بیا پخپله سرمقاله کې امریکا ته د ولس مشر کرزي په وروستي سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې دا یو بریالې سفر وو. 


او د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د اټومي انرژۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب ته ځانګړې او لیکلي دي چې افغانستان ته دا غړیتوب پداسې حال کې ورکړل شوې چې افغان حکومت په سیمه کې د اټومي وسلو د پراختیا مخالف دې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې د روسیې جمهور رئیس دولت ته د افغان بندیانو په سپارلو موافقه کړیده.

او ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې یو ځلې بیا د ملي شورا د وکیلانو د غیر حاضرۍ مسله څیړلې ده.