کور / نوميالي / د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار لنډه پيژندنه

د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار لنډه پيژندنه

کر د ګلو کړه چي سيمه دي ګلزار شي


              اغزي مه کره په پښتو کي به دي خار شي     رحمان بابا


پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار په ۱۹۳۷ مېلادي کال د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترګې پرانيستې . لومړنىښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو ” ابن سينا او دارالمعلمين ” كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .



پر 1962 زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز – څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .



له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنالوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .



له 1984 – 1986 ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 – 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار “اكسفورډ” كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .


Prof.Dr.Majawer Ahmad Zyar


چاري او دندي يې :

1972 – 1975 : د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
1978 – 1979 : د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
1980 : د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
1980 : د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
1980 – 1984 : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري .


 علمي او ادبي هستوني :



پوهنيزې څېړنې




    1. پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات (الماني)


    2. پښتو پښويه


    3. پښتو ويي پوهنه


    4. پښتو ليكلار


    5. پښتو شعر څنګه جوړېږي؟


    6. پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې


    7. پټه خزانه يوه لغوي خزانه


    8. پښتو سيندګى (هممانيزونه)


    9. پښتو سيندګى (نويزونه)


    10. انګرېزي – پښتو سيندګى (سربلونه + اوستربلونه)


    11. د خوشال ادبي پښتو


    12. د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود


    13. د ژبپوهنې بنسټونه


    14. غږپوهه او د پښتو پښويي (ګرامر)


    15. درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه .



 ژباړې






    1. پښتانه او ورونه مليتونه


    2.  


    3. د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني )


    4. پټه خزانه (پرالماني)


 ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولګې






    1. زنداني نغمې


    2.  


    3. سوزونه او سازونه


    4. وينه او مينه


    5. ګلكڅونه، ګلولې


    6. اندوژوند


    7. اندو واند


    8. رزم وبزم


    9. پوهه او ګروهه


    10. د سبرونو نڅا


    11. ګلوييونه


    12. څڅواكي


    13. زما نړۍ


    14. د مرجانونو څانګې


    15. نوې پېړۍ او نوې زرۍ


    16. اور و وينې


    17. ساندې او سندرې


    18. مينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپيگيليگ ( نثري تولگه ) .

د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي ريكارډأ څښتن كړى دى .


پر دغو ټولو علمي – فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان – پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د ” يوې – كره ليكنۍ پښتو ” او ” نوي – ازاد پښتو شعر ” غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې ده . لرغونپوهنه هم د پوهاند دوکتور زيار له څېرموڅيړنيزو بوختياوو څخه ده . 


د پوهاند زيار د پېيلي، ازاد، سپين او ناپېيلي شعرونو ځيني بېلګي :







 ها کرلې سترګې


د لاسونو وچ ډاګونه مې


خړوب ستا د وېښتانو په باران شول


او د ژوند زمولې شېبې مې


ستا د مخ په بڼ کې تاندې…


خو بياهم،


دا يو ارمان مې دی


لاهسې پر زړه پاتې


چې مې ستا تر پلونو لاندې


ها کرلې سترګې نه شوې را زرغونې!


         


       ښځينه ناز


يوازې په انسانانو کې نه،


  بلکې په ژويو کې هم


ښځينه پر نارينه ناز پلوري،


تر دې چې:


ننګ  سيالۍ او زور ازمايۍ ته يې


هم اړباسي.


14-6-2006



     کته کړی مېړه


مېړه دلته کته کړی خر د ښځې،


تل يې اېښې د سپرلۍ په پار پرې کته…


که لغتې خوري پر خوله لکه د خرې ترې،


دا په دې چې د خرې مينه ده لغته !


                              20-4-2006    
 
 



     د جنت خوند


بنسټپا ل به


          له هغه جنته


     څه خوند واخلي


چې د ښوونځي د ما شومانو


      په ويشتلو يې


             ګټل غواړي !


                       21-4-2006
 
 
 
 



    جنت وجنا يت


تر هغه به


      بل د خدای دښمن


                  نه وي


چې جنا يت د جنت کيلي


                  انګېري


او په دې پلمه يې


    بېګناه بنده ګان


                     وروژني!


                                      22-4-2006
 




      کاوبايي ډموکراسي


د امريکايي ولسواکۍ


       يوازې د کارو زيار


                  په لښکر پسې راخېستې ده


او له همدې له لامله يې


              له تيارخوروبډايانو،


                               ټوپکوالو او ترهګرو سره ټلواله


ورځ پر ورځ پراختيا او پياوړتيا مومي!


                                10-11-06
 



        درېواله


له راهبې مې د مينې هيله وکړه،


دې ملا او کليسا راته پلمه کړه…


ورته ما کړه جګې جګې پار د خدای،


دې پاک روح، مريم، عيسا راته پلمه کړه!


                        2-12-06
 



    ځانوژلي- بلوژلي


ما وېل ګوندې اشرارو


                   – د مېږيانو غوندې-


      وزرونه کړي


     او نوربه يې له شره خلاص شو،


له دې څه باګه،


     چې له الوتو سره


                   موږ هم الوځوي!


                                12-12-06



                       مېړه او ملا


که ښځې نه وای،


     د مېړه او ملا پر مخ به


                  نورڅه پاتې ول!


      20-5-06
 



     پرښتې


ښځې له اَره


          هغه پرښتې دي


چې لوراند خدای


              پرخپلو ځمکنيو ځايناستو


                              را لورولې دي.


            20-5-06



     ښځمنې     


ښځمنې د


         – نرواکيز ، دينواکيز او پاړکيز-


             درېګوني زبېښا ک


                                    بلهاريانې دي.


                  22-12-06
 
 



    توکميز پيوستون 


تور و سپين سره


                  – لکه د سترګو هغه-


                               نه جلاکېدونکي دي.    


                  4-12-06



   جهاديان  


جنګي جنايتکاران


               خپل جنايتونه


د جهاد د اور و وينو په خوګلن کې


                   پټول غواړي!


      15-12-06         



   د اورپکوخوب وخيال    



اسلامي اورپکي غواړي،


      دې خوب او خيا ل ته


                  رښتياينه وبښي


چې ګوندې


     د ګردو ناهمګروهو انسانانو


        او انساني هڅابه


     په بيه به


سوچه اسلام


    د ګردو اديانو ځايناستی کړای شي!


                                10-12-06



  د اسلام دښمنان 


د اسلام اَر دښمنان


                ترهګر اسلامپال دي،


                               نه يهود و نصارا ،


ځکه


دغه ټول يې پروړاندې


                   ناسپېڅلې ټلوالې ته


         را لمسولي دي!


                  11-12-06 
 
 

     اورپکي 


که اسلامي اور پکي


            د خدای(ج) دښمنان نه وای،


ولې به يې بېګناه بنده ګان


                    دومره بېلوره وروژلای؟


            11-12-06
 



 سپی او لېوه  


سپی او لېوه


          د يوې کورنۍ غړي دي،


خو دا يو


       له انسانانو سره


                  لوی شوی


او دا بل


      له ځناورو سره.


                  1-1-07



                اسلام او انسان  


ترهګرو اسلامپالو


     دا هېره کړې ده


چې اسلام


          د انسان لپاره راغلی،


نه انسان


        د اسلام لپاره!


         16-1-07
 



    مخپټی 


هغه بدرنګې د زړه  سوي


                          جوګه نه دي


چې په خپله خوښه


                     په کوروپړوني کې ځان پټوي،


بلکې هغه ګلرنګې يې جوګه دي


چې په زور ورباندې


                         د غه رنګ زندان و زندۍ


                                  ورتپل کېږي!


            30-1-07


      پېړ و پلونډ   


ډېر هسې خوشې


                انګېري


چې ګوندې


        د پېړو او پلونډو به هرڅه


     همداسې پېړو پلونډ وي!


            7-3-07
 



    شعري توپير  


موږ وايو شعريې دپڼو څوکوته،


      دوی يې د سرو لوڅو تيو څوکوته…


            موږيې شمېرای نه شو دمخ خالونه،


   لندن،22-6-05  دوی يې په څو د کوناټو څوکوته!
 



            پوليس او سپی


پوليس


         لکه سپی داسې دی


چې تېښته ترې


            لا ګرانه پرېوځي!


ډنمارک،28-7-05



     خوسی او کوسی  


دا د عراق د زورواک صدام


           غبرګ زامن ول


        چې تر پلار مخکې يې


                د خپلو ګناهونو په ګرمانه کې


     د دوزخ لاره  راخپله کړه!


              2005کال



  د لويديزو شرم 


په زړوکې يې لا


             دومره شرم پاتې دی


چې که باد يې


        لمن پر سر ورواړوي،


                بيرته يې راکښته کوي…


خو ځوانانې يې


            دومره هم نه کوي!


                            15-7-05



   څه چې کرې…


پانګواک به 


       د اسلامي بنسټبا لۍ کرلی توخم


                   -په هره بيه چې وي-


                               پخپله رېبي…


خو،


    د يهودي بنسټپالۍ هغه به ورته


                   – سکوټ-


                   د خپل هست و نېست


                               په بيه پرېوځي!


 16-7-05   



         کفر که اسلام؟ 


د بنسټپالو همدا کفر بس دی


                          چې ترهګري


                                     اسلامي جهاد ګڼي.


     15-5-06
 



     د جنت لېوني 


هندو بنسټپال يې


                   په مرګڅپنو روژو


                                غواړي،


عېسايي هغه يې


                 د ځان په بلهارۍ،


يهودي هغه يې


               د اسلام په ورکاوي


او اسلامي هغه يې


                     په ځانمرګې ترهګرۍ!


     20-5-06



            ځمکنۍ پرښتې  


ښځې ځمکنۍ پرښتې دي


     چې لوراند خدای


                  پر نرينه وو  ځايناستو


                                    رالورولې دي…


خو،


         ډېری يې نه باوروي


                         او مينځې يې انګېري!


8-3-07
 



     ټټوـ کچر  


نه د ټټو غوندې


            پر مورني پښت وياړم…


او نه


        د کچرې غوندې


                  پر پلرني هغه! 


      21-3-07



            تلپاتې سره ګلونه  


که سيليو د پاڼرېژ د زمانې


راوزموللې د ځلما د پسرلي


              ها ناسپړلې ګلغوټۍ د سرو خوبونو…


خو،


        پرياد ور لره بويه  


           چې به و نه شي هېڅکله را زموللای


              د اند واند ها تلسمسور و تلښېرازه


سره ګلونه !


    3-5-07


                           



     دينښووان 


د دينښووانو


            له دوديزو کاليو څخه


له ورايه څرګندېږي


                       چې د کوم مهالپېر


                                     استازي کوي!


            13-6-07



   ويدې شېبې          


دغه شپې پر خوب ويدې دي،


     که سپېدې پر خوب ويدې دي…


     له کاروان پاتې خوګلن کې،


                  سرې شېبې پر خوب ويدې دي!


  بون، 23-6-07



دله او سرکوزی


دا دله


             په کجکي کې سر وخوړ


او سرکوزی


                 په فرانسه کې سروزير شو!


23-6-07


     غوابېژی  


که مچ و مېږي يې


                   په منډه ګټي،


           غوا بېژی يې په ټنډه ګټي.


7-7-07
 



   ژوي ـ وزګوړي 


يوازې وروسته پاتې پښتانه


                     کوشنيانو ته


                               ژوي(حيوانان) نه وايي،


چې پرمختللي انګرېزان يې هم


                              وزګوړي بولي!


             21-7-07  



    نا باندې


نه پر ما د ژمي لمر شوې،


    نه مې اوړی د سر سيوری…


        نه له ماسره هملاری،


      نه له ماسره هملوری !


                       18-7-07


                    


     دفاع   


     پانګوالو ته


                  دا مانا لري


     چې تر خپلو پولو  بهر ګټې


          را سمبالې کړي  


             او ناپانګوالو ته داچې


                         تر خپلو پولو دننه ګټې


         له بهره خوندي وساتي!


                  20-7-07



     ړنده ګروهه  


بنستپالي او ترهګري


                  د نه پوهې او ړندې ګروهې


                                          زېږنده ده.


                              21ـ8ـ07



  مينه؟


مينه او وينه سره


                   لکه نوک و اورۍ دي.


        20ـ8ـ07



                    مينه؟


د سترګو په جنګ


                     پيلېږي…


او پر کورنۍ شخړه


                  پای ته رسي.


      2ـ9ـ07



   مينه؟


مينه يو تور دی


     چې سپيناوي يې


                 له واده پرته


                      ناشونی دی.


         3ـ9ـ07



  د ميندو سيالي 


زيژګۍ : و زما بخملين بچيه!


غوابېژۍ : و زما خوړين بچيه!


                        3ـ9ـ07


 



ښاغلی پوهاند زيار د استريا په پلازمينه ويانا کي د يوه پوهنيز سيمينار وروسته له يو شمېر اروپا ميشتو افغان ليکوالو ، او فرهنګپالو سره .


اخځونه:


ويکيپيډيا پښتو پوهنغونډ
لراوبر ويبپاڼه www.larawbar.com
د شعرونو غورچاڼ : پوهاند زيار صاحب
عکسونه : عبدالله احسان