کور / تازه خبرونه / خوست:په شپږکيلومتره سړک د قير اچونې کار پيل شو

خوست:په شپږکيلومتره سړک د قير اچونې کار پيل شو

 شنبه  د خوست ولايت د شمبووت سيمې ته په ورغځيدلي سړک باندې دقير اچونې کارد يو لړ ځانګړو مراسيمو په ترڅ کې پيل شو
   خوست  والي ارسلا جمال لراوبر پاڼې ته وويل:  ((يادشوی سړک چې شپږ لکه څلويښت زره امريکايي ډالر لګښت ورباندې راځي د شپږ کيلومتره په اوږدوالي  او د نهه متره سور په لرلو سره   په پاخه او اساسي توګه جوړيږي او کار به يې په روانو دريو مياشتو کې بشپړ شي ))
 جمال زياتوي چې پدې کار سره به له يوې خوا د زنخيلو قوم په مخ کې شته ستونزې له منځه ولاړې شي او له بلې خوا به هغه کړي ژمنه چې دولت له ولسواليو وروسته کليو ته شته سړکونه پاخوي پوره شوي وي .
    نه لوستي د پاتې  نه وي چي دا مهال په خوست ولايت  کې له خوست ښار څخه ولسواليو ته پرورعځيدليو ټولو سړکونو په پاخه او اساسي ډول دجوړونې کار روان دی