کور / شعر / د سندرو ګلستان

د سندرو ګلستان

دغه ژونــدون چــې یــو نـیمګــړی شــان ارمــان يـادیـږی
سـتــا پــه کــوڅــه کــې ډلــی ډلـی عــاشــقـــان یـــادیـــږی


چــې د ګـلــونــو ګـيـډی راوړی مــعـشـــوقــه  عـاشـق تــه
کــه دی بــوډا وی ، تـل عمـری بـــه دغـه ځـوان يــادیــږی


چـې عـاشــقـان په کې راجمعه ټــول ، ټـولی ټــولـی شــی
دا پــښتـونــخــوا خــو د ســنــدرو ګـلــسـتـــان يــادیـــږی


چـــې ئـــې دیـــــدار د  تـــورو ســتـرګـــو د لــیـلا   کــولـــو
دا قیس داستان کې،په مجنـون څیری ګـروان يـادیـږی


د بــــڼــو لانــدی اشــــاره مــه کــړه نیازبـــیـــنـی  پـيــغـلـی
دغـــه عـاشــق خــو ســتـا رهــبـر د دی کــاروان يــادیــږی


چـــې د کــاروان ســـــره مــلـګــری شـــو نســیـــم  ستوری
دا کــاروانـیــان د پـــښــتونـخــوا ټــول  مـیـنــان یــایــږی