کور / تازه خبرونه / د هنر نړۍ: بدرمنير ومړ، اميتابچن ناروغ دئ

د هنر نړۍ: بدرمنير ومړ، اميتابچن ناروغ دئ


د پښتو فلمونو مشهور لوبغاړى بدرمنير د اويا كلونو په عمر له نړۍ وكوچېد.
د بي بي سي د پښتو څانګي په حواله نوموړي تېره شپه د لاهور په يوه روغتون كي تر اوږدې ناروغۍ وروسته ساه وركړه.
بدرمنير د پښتونخوا ايالت په سوات سيمه كي زېږېدلى و چي په ۱۹۷۰ كال كي يې لومړى پښتو فلم يوسف خان او شېربانو راووت.
بدرمنير په پښتو، اردو او پنجابي ژبو د ۵۰۰ په شاوخوا كي فلمونه ډك كړي وه چي د كورنۍ په وينا درې ورځي دمخه په لاهور كي د زړه د ناروغۍ له كبله په روغتون كي بستر سو او نن د اكتوبر پر يوولسمه نېټه يې ساه وركړه.
بلي خواته د هند د باليووډ سېنما مشهور ترين لوبغاړى اميتابچن د يوې ناڅاپي ورپېښي ناروغۍ له وجي تر روغتون پوري رسېدلى دئ.
اميتابچن چي نن يې د ژوند اووه شپېتمه كليزه لمانځله ناڅاپه ناروغه سو، چي د ممبيى د ډاكټرانو په وينا لامل يې د اوږده سفر له وجي ورپېښه ستړيا او بدخابي ده، چي له امله يې د نوموړي د هضمې سيستم خراب سوى دئ.
روغتون ته د اميتابچن د وړلو پر مهال د ممبيى ښار په سلګونو كسان او د اميتابچن د هنر مينه وال د هغه له امبولانس سره په منډو تر روغتون پوري ولاړل.
ډاكټرانو د نوموړي روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلى دئ.