کور / تازه خبرونه / امریکایی بې پیلوټه طیارو ۶ کسان ووژل

امریکایی بې پیلوټه طیارو ۶ کسان ووژل

اسوشیټیډ پریس د دوو پاکستانی استخباراتی افسرانو له قوله خبر ورکوی چی امریکایی بې پیلوټه الوتکو تېره شپه پر ۱۱ بجو د شمالی وزیرستان د میرانشاه په ماچس نومي کلی کی په یوه راکټی حمله سره لږ تر لږه درې کسان ووژل او ګڼ شمېر یې هم زخمیان کړل ( خو رویټر بیا لیکی چی شپږ کسان ووژل سول ) . ویل کیږی چی قبایلو پر دغو الوتکو فایرونه وکړل مګر فایده یې و نه کړه . خبر زیاتوی چی امریکایانو د اګسټ د نیمایی راهیسی لږترلږه یوولس دغسی حملې کړي چی څه باندی سل کسان یې وژلي دي . اسوشیټیډ پریس په یو بل خبر کی وایی چی په اورکزي ایجنسي کی د پرونۍ ځانمرګي حملې د مړو د ښخولو پر مهال خلک ډېر خښمېدلي وو ، او څو هغه کورونه یې وسوځول چی ویل کېده د طالبانو وو . څېړونکي وایی چی پاکستان د امریکایی او داخلی فشارونو په غېږ ورغلی دﺉ او نجات یې ژر امکان نه لری .