دميدان وردګو چارواکيو دطالبانو پر ضد د ولسي پاڅون خبر ورکړ

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2008


دميدان وردګو ولايت چارواکيو ددغه ولايت په دريو ولسواليو کې دوسلوالو طالبانو پرضد دخلکو دپاڅون خبر ورکړ .
دميدان وردګو ولايت دوالي مطبوعاتي مسؤول آدم خان سيرت دتلې په ٢٠مه خبري رسنيو  ته وويل چې دسيداباد ،نرخ اوجغتو ولسواليو په يوشمير کليو کې سيمه اييزو خلکو دطالبانو په ضد دتېرو دوو ورځو راپدېخوا پاڅون کړى دى.

سيرت وايې چې ددغه دريو ولسواليو قومي مشرانو اوجهادي قوماندانانودهغه تش په نامه طالبانو په ضد پاڅون کړى اوله خپلو سيمو څخه دتېرو دوو ورځو راپدېخوا   دهغوى د وېستلوپه اړه  يې په قيام لاس پورې کړى دى .

سيرت وايې چې تېره ورځ دجغتو ولسوالۍ داختر خيلو اوسعادت باباخيلو دکليو خلکو هغه مهال ددطالبانو په ضد په پاڅون پيل وکړ  چې   مخالفو وسلوالو غوښتل په دغه سيمه كې  راكټونه ځاى پرځاى كړي او د ولسوالۍ په ودانۍ يې وتوغوي .

سيرت زياته کړه چې دطالبانودغه عمل د کليوالو خلكو له  كلك غبرګون سره مخامخ شو  او د وسلوالوطالبانو په وهلو او ډبولو يې لاس  پورې كړ چې په مقابل کې وسلوالو طالبانوپه ډزو پيل وکړ اودزمري په نامه يوتن کليوال يې ټپي کړ سيرت زياتوي چې ددغه جنجال وروسته طالبانو دسيمې له اوسېدونكيوڅخه دولس تنه ځوانان او پنځه تنه مخور مشران   له ځان سره يوړل چې دطالبانو  دغه عمل د سيمې په خلكو ناوړه اغيزه وكړه اوقومي مشرانو يې په مقابل کې  د يو تړون له مخې  ژمنه وكړه  چې وسلوال طالبان به  له  خپلو سيمو څخه  شړي .

سيرت داهم وويل چې په دې شوي تړون کې دوى داپرېکړه هم کړې  نور به هيچاته اجازه نه ورکوي چې ددوى سيمې دسنګر په توګه ديوې ډلې پر وړاندې استعمال کړي .

 سيرت داهم وويل چې  د سيداباد د ولسوالۍ داونخي ديامي خيلو خلك  هغه وخت د وسلوالو طالبانو په ضد راو پاڅېدل  چې ددې ډلې يوقوماندان دعبدالهادي په نوم  څه موده وړاندې  يو تن  كليوال وژلى وو او وروسته د يوې ښځې سره د زنا په تور لاس په لاس ونيول شو د سيمې خلكو غوښتل چې نوموړى د خپل دغه بدكار په سزا ورسوي خو  وسلوال طالبان د نوموړي د حمايې لپاره راغلل  او دسيمو خلكو په وهلو يې لاس پورې كړو د سيمې خلكو لخوا كلك غبرګون و ښودل شول او راغلي ټول طالبان يې و ډبول او د كلي څخه يې تيښتې ته مجبور كړل د ولسي تړون له مخې  قاري رحيم الله په نامه يوتن  دمخالفينو وسلوال قوماÙ �دان يې د يو ګډ كميسيون له مخې  بې وسلې كړو  .

دوالي مطبوعاتي مسؤول  وويل چې ددې سيمې  قومي مشرانوهم ورته  پرېكړه کړې  چې  وسلوالو مخالفينو ته به اجازه ورنكړي چې ددوى د سولې  ، امنيت او بيارغاونې  بهير ته خنډونه جوړکړي .

د ميدان وردګو  والي محمد حليم فدايي رسنيو ته وويل چې ددې ولايت دټولو  قومي مشرانو او جهادي قوماندانو څخه يې غوښتي چې په خپلو سيمو کې دې کليوالې شوراګانې جوړې   اودبي نظمه کسانو او  ورانکارانو مخه دې ونيسي .

نوموړي وويل چې په دغه شان حالاتوکې ډول ډول کسان خپلې لاس وهنې کوي اوسيمه له ګڼو ستونزو اوبد ناميو سره مخ کوي .
والي وايي چې که   په دې ولايت کې ميشت ټبرونه همداسې د ورانکارو په ضد پاڅونونوته ادامه ورکړي نو په رښتني توګه به يې  خپل تاريخي رسالت اداکړى  وي  .

 بلخوا دوسلوالو طالبانو يوقوماندان دنوم  نښودلو په شرط  رسنيوته وويل چې، يوازې دجغتو ولسوالۍ دسعادت خيلو دکلي خلکو داسلامي امارت له اوا مروڅخه بغاوت کړې وه چې تيره ورځ يې ١٥تنه مشران دوى خپلو مرکزونوته بيولي و اوبنديان کړي يې دي .
نوموړي وويل چې ددغه کسانو په اړه به ددوى  دمشرتابه  له پرېکړې سره سم عمل کوي .

دسيمې  يوتن قومي مشر اوجهادي قوماندان دنوم  نښودلو په شرط وويل چې دپنجشنبي په مازديګر دطالبانو اودسعادت خيلو دکليوالو ترمنځ جګړه وشوه اويوتن کليوال په کې ټپي شو.

نوموړي وويل چې اوس سيمې ته له ٤٠٠ نه زيات دبېلابېلو ولايتونو طالبان راغلي دي اوشاوخوکلي يې ټول محاصره کړي اوډېر کسان  ېې له ځان سره بيولي دي .

سيرت زياته کړه چې د سيداباد د ولسوالۍ داونخي  يامي خيلو خلك  هغه وخت د وسلوالو خلكو په ضد را پاڅيده چې د سلوال قوماندان عبدالهادي  څه موده وړاندې  يو تن  كليوال په ناځوانه توګه شهيد كړو او وروسته د يوې ښځې سره د زنا په تور لاس په لاس ونيول شو د سيمې خلكو غوښتل چې نوموړى د خپل دغه بدكار په سزا ورسوي خو  وسلوال طالبان د نوموړي د حمايې لپاره راغلل  او دسيمو خلكو په وهلو يې لاس پورې كړو د سيمې خلكو لخوا كلك غبرګون و ښودل شول او راغلي ټول طالبان يې و ډبول او د كلي څخه يې تيښتې ته مجبور كړل د ولسي تړون له مخې  قاري رحيم الله په نامه يوتن  دمخالفينو وسلوال قوماندان يې د يو ګډ كميسيون له مخې  بې وسلې كړو او قوماندان زلمى ته يې  اخطار وركړو چې راتلونكي  كې  دغه سيمې ته له راتګ څخه ډه ډه وكړي او راتګ په صورت كې به ورسره وسلوال چلند او بې وسلې كيږي.

 مطبوعاتي مسول په وينا قومي مشرانو پريكړه وكړه چې  وسلوالو مخالفينو ته به اجازه ورنكړي چې زموږ سوله ، امنيت او بيارغاونې  بهير ته خنډونه رامنځته كړي .

Copyright Larawbar 2007-2024