کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بدلون مثبت كار دئ خو ناوخته دئ

بدلون مثبت كار دئ خو ناوخته دئ

په هيواد كې د نوي سياسي سيستم په منځ ته راتګ سره،خلكو هيلې درلودې چي نور به نو دا درديدلى او كړيدلى ملت د ژوند په بېلا بېلو ډګرونو كې پرمختګ كوي،شك نه شته چې په ځينو ځايونو كې پرمختګونه او لاس ته راوړنې تر سترګو كيږي،خو د هغو امكاناتو پر بنياد چې نړيوالې ټولنې زمونږ ددولت له پاره د خلكو په ژوند كې د بدلون په موخه وركړي وو،د خلكو په ژوندكې داسې ژور بدلون رانه غى،دليل يې هم داوو چې ددولت په كابينه كې دومره ضعف شتون درلود چې دوى نه شول كولى چې ورته ځانګړي بدجه په مصرف ورسوي،همدا د دولت په كابينه كې د ضعف موجوديت ددې لامل شوچې زياتې پيسې د خلكو د ښيرازۍ پرځاى شخصي جيبونو ته ولاړې شي او بالاخره اداري فساد په دوايرو كې د راكړې وركړې بڼه ځان ته غوره كړي،شك نه شته چې هر څوك چې په هر ځاى او موقف كې كار وكړي كه مدبر او د نوښت په ګاڼه سمبال وي نو طبعي ده چې په چارو كې به يې پرمختګ او وده رامنځ ته كيږي،خو كه چېرې د هرې ادارې مسوول شخص نوښتګر نه وي نو بيا هغه نه شي كولى چې په ادارې چارو كې داسې پرمختګ وكړي كوم چې د ادارې او ټولنې د ښيرازۍ لامل وګرځي.

په كابينه كې مدبر او نوښتګر كسان وجود لري خو د ګوتو په شمار دي،هغوى تر يو بريده په خپلو چارو كې لاس بري هم دي،ولې داسې كسان هم پكې شامل دي چې د وړتيا پر ځاى يې ګوندي او ورته نورې نقطې په نظر كې نيول شوي،په كابينه كې د دا ډول كسانو شتون نه يوازې دا چې د پرمختګ مخه يې نيولي بلكې ټولې ادارې ته يې په يو نه يو شكل زيان رسولى،د هيواد په كچه ډېر لوړ او ښكلي استعدادونه وجود لري چې په دندو ګمارل يې رښتيا هم هيواد له شته ستونزې او بدمرغۍ څخه را ويستلى شي خو دا چې څوك به دا كار كوي او څوك به ورته د كار كولو زمينه برابروي دا هغه سوال ده چې له ډېرو هيوادوالو سره به لا ينحل پاتې وي.


د مطبوعاتو د لارې مو واوريدل چې په كابينه كې بدلون راغى،زما له نظره د چارو د بهبود په موخه بدلون يو مثبت كار دى خو په دوو دلايلو نوموړى بدلون بې مانې ښكاري،يو دا چې د توقع په خلاف ملت ته داسې نوي څيرې ور ونه پيژندل شوې چې ملت ترې په خپل ژوندانه كې د تغير او بدلون هيله ولري،دويم دا چې په كابينه كې بدلون له ډېرې اوږدې مودې د خلكو هيله وه خو دا بدلون ډېر ناوخت راغى،له يوې خوا هيواد د كړكيچن امنيتي حالت څخه تيريږي او له بلې خوا د ولسمشرۍ راتلوونكو ټولټاكنو ته څو مياشتې وخت پاتې دى،ايا هغه كسان به چې رښتيا هم وړتيا لري په ورسپارل شويو وزارتونو كې په دې كمه موده كې د څو كالونو ستونزې جبران يا ورته ځواب ووايي؟؟؟؟


د بېلګې په ډول ښاغلى اتمر به څه ډول وكولى شي چې په وزارت داخله كې پراتې ستونزې په دې موده كې حل كړى شي او يا هم داسې بدلون رامنځ ته كړي چې خلك ورته ګوته په غاښ پاتي شي،زه د ښاغلي اتمر په وړتيا شك نه لرم خو پر وخت يې هرومرو شكمن يم.په كابينه كې د بدلون د ځنډ لامل هم كيداى شي چې ځيني مصلحتونه وي خو ملت په ياد لري چې تر دې دمه همدې شخصي مصلحتونو د دولت او خلكو ترمنځ د بې باورى يوه فضا په وجود راوړي،د نړۍ تاريخ به دا خبره ونه مني چې چا دې په سوال او مصلحت دولت چلولى وي هغه د پښتو په متل به خپلې خبرې راټولې كړم چې وايي(ژرندې په سوال نه چليږي.)بيا به هم هيله ولرو چې راغلي بدلونونه ددې خوار ملت له پاره ګټور ثابت شي.