کور / تازه خبرونه / کرزي طالبانو ته په حکومت کی د سهم بلنه ورکړې ده

کرزي طالبانو ته په حکومت کی د سهم بلنه ورکړې ده

د انګلستان سنډی ټلګراف ورځپاڼي نن ولیکل چی حامد کرزي د خپل ورور قیوم کرزي پواسطه په سعودی عربستان کی د طالبانو سره د کتنی پر مهال هغوی ته پدې شرط که سولی ته حاضر سی ، په کابینه کی د شمولیت بلنه ورکړې ده . ورځپاڼی نور توضیحات ور نه کړل چی کوم وزارتونه د طالبانو کومو مشرانو ته په خیال کی دي . کابل او طالبانو رسمأ خپل غبرګون نه دﺉ ښودلی . خو څیړونکي وایی چی حامد کرزﺉ د خپل آینده انتخاباتی موقف د پیاوړتیا او امریکایان دلویو پوځی مصارفو څخه دخلاصون په خاطر دغسی معاملې ته اړتیا لری .