کور / تازه خبرونه / د طالبانو په بريد كي ولسوال ټپي سو

د طالبانو په بريد كي ولسوال ټپي سو


د غزني د زنه خان پر ولسوال باندي وسله وال بريد سوى چي له امله پر ولسوال سربېره د ملي پوځ يو سرتېرى هم ژوبل سوى دئ.
د غزني د والي وياند اسماعيل جهانګير پژواك نيوز ته ويلي چي د دولتي ځواكونو په جوابي بريد كي دوه طالبان وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي.
د جهانګير په وينا د ولسوال رازمحمد وزيري او ټپي سوي سرتېري روغتيايي حالت د ډاډ وړ دئ خو لا اوس هم د غزني په ملكي روغتون كي بستر دي.
د والي وياند زياته كړه چي رازمحمد وزيري د ولسوالۍ د نوي جوړ سوي تعمير د ليدو دپاره روان و چي د طالبانو له بريد سره مخ سو.