کور / تازه خبرونه / د خواجه بهاولدين پښتنو خداى دې مرستې ته در ورسيږي

د خواجه بهاولدين پښتنو خداى دې مرستې ته در ورسيږي

دادى شاوخوا دوه مياشتې په پوره کيدو دي خو عملا په افغانستان کې  ېر غمل شوي پښتانه  لا هم په زندان کې شپې تېروي . ولسمشر کرزى  به په وياړ سره سبا د پښتنو رايو ته  په تمه وي خو دومره واک نه لري چې نژدې سلو پښتنو کورنيو ته يې خپل کورونه او جايدادونه  ورکړي .

په هر صورت نور پښتانه مشران هم غوږ نه پرې گروي . کوردې  څه ډول شي دا  دوعا به تاسو ته پريږدم  

 پښتانه خو هسې  رسنۍنه لري چې دې مسلې ته لکه د بهسودو په څير چې هزارگانو ورته ډنډوره وغږوله دوى هم داسې وکړي .خو هغه څه چې لري او وياړ پرې کيدى شي د همدغو زنداني پښتنو عزم او غيرت دى . زه ديوه افغان او انسان په توگه پرې ځوريږم  او د يوه پښتون په توگه په دې شر ميږم چې هيڅ مو ورته ونشو کړى. اوس داسې ښکاري چي دغه کيسه له رسنيو هم په هېريدو ده .  اوس له قومي مشرانو او قومي جرگگيو دا تمه کووو چې په خواجه بهاولدين کې د بندي پښتنو غم ته  اوږه ورکړي . ژمى او يخ را ورسېد خو زما د خواجه بهاولدين پښتانه په لوڅ ميدان کې يخې شپې تېروي . که همدا غيرت وي هغوى به يخ ختم کړي او موږ به بې غيرتي.

مننه