کور / تازه خبرونه / يو بهرنۍ په افغانستان کې وتښتول شو

يو بهرنۍ په افغانستان کې وتښتول شو

 دافغانستان په لويديځ کې يو نيپالى تښتول شوى . له ده سره دهغه ژباړونکى او موټروان  هم برمته شوي . دغه دريواړه د هرات د ښار او هوايي ډگر تر منځ د لويې لارې څخه تښتول شويدي . دغه کس په سيمه کې د سوله ساتوځواکونو په مرکز کې  کار کاوو. په سيمه کې چارواکي وايي چې ددغو تښتول شويو د موندلو هڅې يې پيل کړيدي . طالبان وايي نيپالى او ورسره دوه ملگري يې ددوى کسانو نيولي .  دغه ځاى  چې دغه کسان  ترې شوي هرات ښار ته نژدې او خوندي سيمه بلل کيږي چې ډير کله پرې افغان  چارواکي او بهر نيان تگ را تگ کوي . تردې وړاندې هم په هرات کې يو شمير بهر نيان تښتول شويدي